د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د وزيرستاني کډوالو ستنېدل پېل شول


نن د دوشنبې ورځې له سهاره د خوست د ګلان کېمپ او ځينو نورو سيمو څخه د وزيرستانيو کډوالو د واپسۍ بهیر يو ځل بیا پيل شوی دی. اوسمهال له یادو سیمو د وزیرستانيو کډوالو لسګونه کورنۍ د غلام خان بندر ته رسيدلې دي.

د افغانستان د سرحدي پوليسو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي مشال راډیو ته وویل، دوی ته د دوشنبې ورځې لپاره د وزيرستانیو کډوالو اړوند د خدرخېلو قوم د ۱۴۰ کورنيو لېستونه ورکړل شوي، چې تراوسه خواشا پنځوس کورنۍ د غلام خان بندر صفري نقطې ته رسيدلې دي او پاتې کورنۍ هم يوه يوه د ورځې په جريان کې یادې سیمې ته رسېږي.

دوی زیاتوله که کومې کورنۍ په واپسۍ کې ستونزې لري، دوی سره يې لیستونه شته او کولای شي راتلونکو ورځو کې واپسي وکړي. پرون د شمالي وزيرستان مرستيال پوليټيکل ايجنت انور خان شيراني مشال ريډيو ته ويلي وو چې په دې بهير کې له درې زرو ډېرې کورنۍ وزيرستان ته ستنيږي.

په پاکستان کې له حکومته غواړو چې روغتيايي او نور سهولتونه راته برابر کړي

د افغانستان په خوا کې د غلام خان د سرحدي پوليسو په کميسارۍ کې څو کورنۍ چې کډې يې په لاریو کې بار وي، مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته هم غوښتنه کوله چې خپلو سيمو ته په ژر لېږد او همدارنګه د دوی د کورونو، کليو، جوماتونو، ښوونځيو، روغتونونو، د څښاک اوبو او د ژوندانه د نورو اړينو توکو په برابرولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د قاسم الدين په نامه يو تن وويل: (( په افغانستان کې مو څه دپاسه درې کاله تېر کړل، په افغانستان کې زه د عوامو څخه هم ډېر خوښ یم، د حکومت نه يې هم ډېر خوښ یم، د پاکستان له حکومت نه دا غواړو چې سکولونه راته جوړ کړي، جومات دې راته جوړ کړي، د اوبو نلونه دې راته جوړ کړي، که ماشومان په تعلمیونو لګیا شي، نو ذهن به يې سهي شي.))

له خوسته وزيرستان ته تلونکي کډوال مشال ريډيو سره خبرې کوي
له خوسته وزيرستان ته تلونکي کډوال مشال ريډيو سره خبرې کوي

د اکرم خان په نوم د خدرخېلو د قوميو تن وايي په لاره کې ګرمي ډېره ده، ماشومان او ښځې ورسره دي، نو د پولې په دواړو غاړو کې دې سرحدي ساتونکي په تلاشیو کې دوی ډېر نه ځنډوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړ. له دې او جګړو له وجې په لکونو خلک بې کوره شول. ځيني يې د خيبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو او ځينې يې د ډيورنډ کرښې آغاړه خوست، پکتيا او پکتيکا ته لاړل.


XS
SM
MD
LG