د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوالو ته د مومندو پرېښودو ویل شوي


یکه غونډ - مومندو کې پوليټيکل انتظاميې له غير رجسټرډ افغان کډوالوغوښتي چې سیمه دې پرېږدي کنه نو دوی به يې په زور وباسي.

د خاصه دار ځواک یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پولیټیکل انتظامیې ورته د جولای پر څلورمه د مومند مېشته افغان کډوالو د مشرانو یو نوملړ (فهرست) ورکړ او ورته یې وویل چې هغو مشرانو ته دې د جولای تر لسمې د سیمې پرېښودو وینا وکړي.

د مومندو په يکه غونډ کې اوسېدونکي افغانان وايي حکومت ورته کم وخت ورکړی او دوی نشي کولی چې شپه په شپه خپلې کډې ونغاړي.

د شال محمد په نوم یو افغان کډوال چې په یکه غونډ کې استوګنه لري مشال راډیو ته یې وویل:

((د حکومت فیصله غیرعادلانه ده ځکه چې موږ دلته کاروبار کوو او ډېرې پیسې مو پر دغه کاروبار بندې دي. نو وخت به غواړي چې خپل کاروبار راټول کړو.))

د ننګرهار ډاکټر عبدالنصیر هم په یکه غونډ کې ژوند کوي. نوموړی وايي که د مومندو ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې پر دوی فشار راوړ نو دوی به د کډوالو د عالې کمیشنرۍ نه په دې لړ کې کومک غواړي، ځکه چې دوی د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري چې ترمخې یې دوی ته د روان کال تر پایه د اوسیدو قانوني حق حاصل دی.

د شیر ملنګ په نوم یو بل کډوال مشال راډیو ته وویل:

(( خپل وطن خو ګل وطن وي، خو موږ د مجبورۍ نه دلته پراته یو. مرغۍ چې ځاله هم جوړه کړي نو په لسو ورځو کې نه ورانیږي نو دوی څنګه مونږ په دومره کم وخت کې بیرته ستنوي.))

افغان کډوال وايي تر هغو چې موسم ښه کېږي او دوی خپل کاروبار غونډوي حکومت دې ورسره ګزاره وکړي.

د افغان کډوالو د اندېښنو او غوښتنو په اړه مو د مومندو له انتظامیې سره د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

په پاکستان کې دا مهال د یو نیم میلیونو په شاو خوا کې راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي، خو راپورونه وايي چې همدومره نور بغیر له قانوني اسنادو په یاد هیواد کې ژوند کوي.

رجسټرډ افغان کډوال کولای شي چې د ۲۰۱۷ز کال تر پایه په پاکستان کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG