د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ (ن) د پاناما قضیې پر پلټنو تحفظات لري


د پاکستان وزیراعظم د درغلي خلاف د کمیسون پر وړاندې بیان ورکولو ته روان دی.
د پاکستان وزیراعظم د درغلي خلاف د کمیسون پر وړاندې بیان ورکولو ته روان دی.

د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند مشرانو د خالي پر ورځ ویلي د قطري شهزاده د بیان د شاملولو پرته به د ګډې پلټینیزې ډلې راپور ونه مني.

وفاقي وزيرانو خواجه اصف، خواجه سعد رفيق، شاهد خاقان عباسي او احسن اقبال په اسلام اباد کې په دې اړوند په يوې ګډې خبري غونډه کې خبرې وکړې. په دې موقع وفاقي وزير سعد رفيق وويل:

(( د ګډې پلټنیزې ډلې طريقه کار، د دي جوړښت او د دي ځينو غړو په اړه له لومړۍ ورځ نه لانجه وه. په دي اړه هم پوښتني راپورته شوې وې چې ايا د جي آئی ټي جوړول ضروري و او کنه؟))

د پاکستان د وزيراعظم پر کورنۍ تور دی چې له ټیکسونو څخه د بچ کېدو لپاره يې خپله پانګه په پټه په بهرنیو هیوادونو کې ساتلې ده، خو وزیراعظم دغه تورونه وار په وار رد کړي دي.

د پاکستان سترې محکمې ګډې پلټنیزې ډلې ته په ۶۰ ورځو کې دننه د پاناما اسنادو په اړه د فيصلي لپاره، د راپور وړاندې کولو امر کړی وو. ياده ډله به د دوشنبې په ورځ حتمي راپور سپريم کورټ ته وړاندي کوي.

XS
SM
MD
LG