د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان مېرمنې په جنسي ځورونې تورن پاکستانی افسر خوشي شوی


د اسلام اباد هوايي ډګر
د اسلام اباد هوايي ډګر

د پاکستان پوليس وایي پر افغان مېرمنه د جنسي ځورونې په تور نيول شوی د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې چارواکی په ضمانت خوشی شوی دی.

د پنجاب په راولپنډۍ کې د اېرپورټ تاڼې سب انسپکټر لياقت علي نن مشال راډيو ته وويل چې زهره راستيار نومې ېوې افغان ميرمنې پولیسو ته په ورکړي درخواست کې ویلي چې نوموړې له خپلې خور سره د اسلام اباد بېنظير بوټو هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته د پلټنو وفاقي ادارې چارواکو له دې کبله ایساره کړې وه چې د استوګنې د هوټل اسناد ورسره نه وو.

زهره راستيار ویلي چې تر پنځه ساعته پوښتنو ګروېږنو ورسته یې د دې خور له کوټې و ایسته او پر دې یې د جنسي تېري هڅه وکړه.

نوموړې پولیسو ته په ورکړي درخواست کې ویلي چې دا له کوټې څخه په تېښته کې بریالۍ شوې و او د مرستې لپاره یې ږغ کړی خو د دې په وینا ، هلته ولاړو اهلکارو د مرستې پر ځای په هغې پورې خندا کوله.

د راولپنډۍ تاڼې یو چارواکي لياقت علي د پاکستان د پلټنو ادارې د افسر اکرم علي شاد پرضد د لګول شوي تور په اړه وویل ، د دوی کار د ملزم نیول او عدالت ته سپارل وو او هغه کار دوي کړی دی خو عدالت نوموړی په ضمانت بیرته خوشی کړی دی.

لياقت علي زیاته کړه چې دوي په دې اړه له دواړو افغان ميرمنو څخه هم پوښتنې کول غوښت خو هغوي وفاقي تحقیقاتي ادارې ته تر درخواست ورکولو ورسته افغانستان ته تللې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته یې غوښتي چې د دې پېښې د پلټنو په لړ کې د پورته کړل شوو ګامونو په اړه دې تفصیلات ورکړل شي.

زردشت شمسوویل چې کله دوي د ياد وزارت لخوا مکمل معلومات ترلاسه کړي نو به یې له مطبوعاتو سره هم شریک کړي.

زردشت شمس دا ونه ویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت به کله دوي ته د یادې پېښې په اړه مالومات وړاندې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان هم د پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG