د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د زاړه هوايي ډګر سړک د خلاصون غوښتنه وشوه


د خوست د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو د ځايي ادارې له چارواکو او د افغان حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې د ښار د کاروان سرای لوري ته غځیدلی عمومي سړک چې له څه مودې راهیسې په هغه ځای کې د میشتو ولایتي قواوو لخوا تړل شوی بېرته پرانیزي.

یاد سړک چې د خوست څلور ولسوالۍ او درې اداري واحدونه د ښار سره نښلوي، خواوشا دوه میاشتې مخکې هغه مهال په بشپړ ډول وتړل شو، چې د دې سړک په اوږدو کې د وسلوالو لخوا د یادو قواوو په یوه امنیتي پوسته د موټر بم برید وشو.

د شنبې په ورځ هغه خبري ناسته چې د ولایتي شورا او یو شمېر مدني بنسټونو لخوا د زاړه هوايي ډګر د سړک د بیرته خلاصیدو د غوښتنې په موخه جوړه شوې وه، ویناوو ویل چې د دې لارې د تړل کیدو له کبله د نږدې نیمايي خوست اوسیدونکو ته سختې ستونزې جوړې شوي او هغوی نشي کولای پر وخت ښار ته راورسیږي او یا خپلې رسمي چارې ترسره کړي.

د خوست د ولایتي شورا پخواني رييس عبدالولي واحدزي مشال راډیو سره په خبرو کې د افغان حکومت او ځايي ادارې پر چارواکو غږ وکړ، چې د ولسونو دې ستونزې ته دې حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي واحدزي وویل:

((له تېرو دوو کلونو راهیسې په تېره په وروستیو دوو میاشتو کې د خوست د څلورو ولسوالیو او دریو اداري واحدونو عمومي سړک د خوست په زاړه هوايي ډګر کې د میشتو ځواکونو لخوا تړل شوی دی، زموږ غوښتنه داده چې ولس نور دا حالت نشي زغملای، موږ غواړو په ولسمشر او امنیت شورا باندې غږ وکړو چې د ولس حوصلې دې نه ازمويي، پدې اړه دې جدي اقدام وکړي او پدې برخه کې ولایتي اداره مکلفه ده چې ژر تر ژره د دې لارې غم وخوري.))

مدني فعال او د هېوادپال ځواک مشر صاحب ګل فرهاد کاظمي وايي، کچیرې د دې سړک د خلاصون په باب د ولس، ولایتي شورا او مدني فعالانو غږ وانوریدل شي، نو خلک به لاریونونه وکړي او پر سړکونو به د تحصن خیمې ولګوي.

صاحب ګل فرهاد کاظمي زیاتوي:

((دې سړک څخه د باک، ځاځي میدان، علي شیر، خلبیسات، فارم باغ، خرڅین یانې تر لټکو پورې د سیمې خلک چې د خوست نږدې نیمايي نفوس تشکیلوي پرې تګ او راتګ کوي، دا لاره دې خلاصه کړي تر څو د خلکو هغه مشکلات چې له همدې کبله ورسره لاس او ګریوان دي خلاصون پیدا کړي، د راه بندی له وجې ناروغان پدې لاره ساه ورکوي، د هغوی ژوند باید خوندي شي، زموږ یقین دادی کچیرې دا لاره خلاصه نشي، خلک به عامو واټونو ته راووځي، د تحصن خیمې به ولګوي او په لاریونونو به لاس پورې کړي.))

د خوست یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې د کاروان سرای په امتدادغځیدليد زاړه هوايي ډګر سړک د بندیدو له کبله ښځې او ماشومان ډېر په تکلیف کیږي، ځکه تر اوسه ښار ته بله بدیله او نږدې لاره نشته.

د ولایتي شورا وکیله نعت بي بي عمري پدې اړه وايي:

((زموږ سلګونه خویندې په ګاډو کې د انتظار له وجې په ګرمۍ کې ذوفونه وکړي، زموږ د زنانه وو او ماشومانو سره ظلم کیږي، دوی باید لارې جوړې کړي، هېڅکله باید لارې ونه تړي، ځکه دا ظلم دی او د نړۍ په هېڅ قانون کې کې د عمومي لارو بندول نشته.))

د ولایتي شورا یو بل تن غړی قمرعلي لکڼوال هم وايي، کچیرې دا لاره خلاصه نشي، نو د ولایتي شورا د غړو په توګه به د ولس پرېکړې ته مراجعه وکړي، ځکه دوی د ولس استازي دي.

قمرعلي لکڼوال وویل:

((د ولسونو، مدني ټولنو او ولایتي شورا قطعي پرېکړه ده چې که دا لار وتړل شوه، نو ولسونه به تصمیم نیسي، موږ سره د حل بله لاره نشته، موږ د ولسونو تر څنګ یو، ځکه د ولسونو استازي یو.))

بل لوري ته ځايي چارواکو ویلي، چې د صحرا باغ په امتداد د پخواني سړک د بیا فعالیدو او رغونې د سروې چارې يې پیل کړي دي.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې د خوست زاړه هوايي ډګر د سړک د خلاصون لپاره د همدې لارې پر اوږدو سلګونو پرتو خلکو لاریون کړی وو، ښار ته راغلې فرعي لارې يې تړلې وې او د ګاډو چلوونکو هم خپل موټر د اعتصاب په ډول درولي ول.

XS
SM
MD
LG