د لاسرسي ځای

نواز شریف: په افغانستان کې د امن لپاره هڅې کوو


نواز شریف

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې د نړيوالو ملګرو هيوادونو په مرسته به په افغانستان کي د امن لپاره کار کوي.

نواز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د پاکستان د قومي سلامتیا کونسل د غونډې پر مهال کړې دي.

د وزیراعظم له دفتره خپور شوی بیان لیکي چې نواز شریف غونډې ته د وینا پر وخت دا هم ویلي چې افغان حکومت باید په خپل هیواد کې د امن لپاره خپل کردار هم ادا کړي.

بیان زیاتوي چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی دی او په دې لړ کې يې ډيرې قربانۍ ورکړې دي.

د یو شمېر سیاسي مشرانو ترڅنګ د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجواهم په دې غونډه کې ګډون درلود.

بیان پر مخ لیکي چې په غونډه کې پر دې هم بحث شوی چې د دوي په وینا د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي نو دوی به دا مسله له افغان چارواکو سره شریکوي.

دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان له خوا داسې تور لګول کېږي بلکې افغانستان هم په وار وار ورته تورونه لګوي چې پاکستان پر خپله خاوره هغو وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي کوم چې په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پرضد جګړه کوي.

په اسلام اباد کې خبریال او شننونکی طاهر خان وايي که څه هم اسلام اباد او کابل یو پر بل تورونه لګوي او ګیلې کوي خو د ده په وینا پاکستان تل غوښتي چې په افغانستان کې امن وي.

طاهرخان وايي ، اوس داسې ښکاري چې پر پاکستان فشار دی او د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا له نوې تګلارې سره ښايي د پاکستان په مشکلاتو کې اضافه وشي.

د نوموړي په وینا ، پاکستان به غواړي چې دا نوي پرمختګونه یا هغه ممکنه فشار څنګه راکم کړي او د امریکا که اندېښنې وي نو هغوی ته څنګه ځواب ووايي.

د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیر ، د سیمه ییزو او امنیتي چارو کارپوهسېد نزیر وايي ، دا وخت نړۍ په اقتصادي توګه ځان مضبوطول غواړي نو پاکستان هم په دې لټه کې دي چې خبل اقتصاد قوي کړي.

سید نزیر وايي “امنیت ډېر مهم دی ځکه چې چېري امن وي هلته به اقتصادي هلې ځلې وي او پاکستان هم دې اړخته پاملرنه کوي.

خو د بریګېډیر نزیر په وینا ،پاکستان په یو داسې جګړه کې راګېر دی چې له افغانستان سره د امن کوشش هم کوي خو تر اوسه پورې چې کومې هلې ځلې شوي دي هغه کامیاب شوې نه دي.

نوموړي که څه هم د کوم هیواد یا ډلې نوم یاد نکړ خو ویې ویل چې د دې هلو ځلو د نه بریالۍ کېدو تر شا ډېره لویه لوبه او لوی سیاست دی.

د پاکستاني وزیراعظم له دفتره خپور شوی دا بیان لیکي چې هېڅ یوه ملک هم د پاکستان په څېر د نړۍ د خوندیتوب لپاره کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG