د لاسرسي ځای

تازه خبر

داود اڅکزی: حکومت د سي پیک مغربي لارې ته پیسې ندي بېلې کړې


د سي پیک نقشه
د سي پیک نقشه

د پاکستان په سېنېټ کې د مواصلاتو لپاره جوړې کميټۍ تور لګولی چې د مالي کال ۲۰۱۶۔۱۷ د پرمختيايي پروګرام له مخې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د غربي لارې لپاره هېڅ پېسې نه دي ايښودل شوې.

یادې کمېټۍ نديښنه څرګند کړې ده چې دا له خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره زياتی دی ځکه چې غربي لاره په هم دې دوو صوبو کې تېریږي.

يادې کميټۍ د سړکونو د قامي ادارې نېشنل هايي وې اتارټي لخوا د اېستل شوو کسانو د بيا اخیستلو او په موټروې پوليس کې د بلوچستان ځوانان په سمدستي توګه د بهرتي کولو سپارښتنې هم وړاندې کړې دي.

په سېنېټ کې د مواصلاتو لپاره جوړې کمېټۍ مشر داود اڅکزي مشال راډیو ته وويل چې تر دې دمه د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې پوره تفصيل هم نه دی وړاندې شوی چې دا به په کوم ډول جوړېږي نو پېسې مختص کول او لګول بيا وروستو خبرې دي.

ده وویل ، بل اړخ ته په مشرقي لاره کار ښه په تېزۍ سره روان دی چې پکې يوه منصوبه د ملتان سکهر موټروې ده.

د سېنېټ د غړو له خوا په خصوصي او د مخالفو ګوندونو له خوا په عمومي توګه د سيپېک په اړه دا نيوکې کېږي چې پر مغربي لار حکومت خپل لوظونه نه پوره کوي.

خو په پاکستان کې د سيپېک يا چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک دا تورونه ردوي چې ګنې د مغربي لارې لپاره فنډونه نه دي بېأ شوي.

دی وايي حکومت چې د ۲۸ مې په ټول ګونديزه غونډه کې کوم لوظونه کړي وو هم د هغې ترمخه به دا منصوبه سر ته رسېږي.

د شوکت خټک په وينا چې د غربې لارې تر ټولو مهمه برخه ۲۸۵ کلوميټره لار د هکله ډېره اسماعیل خان موټروې ده چې ښه په تېزۍ سره پرې کار روان دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دې نه ورته چې د ږوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځه د ۲۱۰ کلوميټره کوم سړک دی پر هغې به هم کار ژر پېل شي.

د سېنېټ د کميټۍ په دې غونډه کې د چېرمېن له خوا دا هم ويل شوي چې پر دوه لويو لارو اېن۷۰ او اېن۵۰ د سړکونو قامي ادارې (اېن اېچ اې) چې کوم کسان له دندې لرې کړي دي د هغوی بيا بهرتي کولو لپاره دې تګلاره وټاکل شي.

د دې ترڅنګ په دې غونډه کې دا سپارښتنې هم وړاندې کړل شوې دي چې د موټروې پوليسو په محکمه کې له بلوچستان سره تعلق لرونکي ځوانان واخستل شي او د موټروې پوليس نه يې د بهرتۍ ترڅنګ په دغه محکمه کې د کارکوونکو د شمېرې په اړه تفصيل په راروانه غونډه کې غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG