د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ډنډې درپخېل کډوالو ستنېده به د اګست له ۲۸مې پیل شي"


شمالي وزیرستان نقشه
شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزير ستان د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي چې د روان کال د اګست له ۲۸مې نېټې به د ډنډې درپه خيلو د کډوالو خپلو سیمو ته ستندل پيل شي.

د شمالي وزير ستان د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي چې د روان کال د اګست له ۲۸مې نېټې به د ډنډې درپه خيلو د کډوالو خپلو سیمو ته ستندل پيل شي.

د شمالي وزير ستان د پوليټکل دفتر يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د شنبې په سهار مشال راډیو ته وويل چي د ډندې درپه خيلو څه کم درې زره کورنۍ به په څلور پړاونو کې خپلو سیمو ته ستنې کړل شي.

یاد چارواکي وویل چې د کډوالو د ستنېدو دا لړۍ به د اګست له ۲۸ مې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې تر سره شي.

نوموړي وویل چې دوی د شنبې په ورځ په غلام خان بندر کې له افغان چارواکو سره غونډه لري چې پر مهال به افغانستان ته د تللو شمالي وزیرستانیو کورنیو د ستنېدو اود غلام خان بندر بیرته پرانستلو تر څنګ پر امنیتي مسلو هم خبرې وشي.

په ۲۰۱۴م کال کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG