د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پاکستان باید خپلې تګلارې بدلې کړي ”


د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني
د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني

پاکستان وایي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله والو پټنځایونه ویجاړ کړي دي او وسله وال اوس پر تېښته دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وباند نفیس زکریا د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې اونیزې خبرې غونډې ته وویل ، دا خبره بې ځایه ده چې وسله واله ډله حقاني شبکهپه قبایلي سیمو کې مرکزونه لري.

نفیس زکریا وویل ، د ترهګرۍ پرضد د پاکستان لخوا بې له توپيره پوځي عملیاتو په نتیجه کې وسله وال په تیښته دي او د دوي پټنځایونه ویجاړ کړل شوي دي.

ده وویل ، دا وسله والې ډلې ، تحریک طالبان پاکستان، تحریک طالبان افغانستان، داعش، جمات الحرار، د القاعده پاتې شوني وسله وال او نورې ډلې د افغانستان په هغو سیمو کې مېشت دي چې د حکومت عملداري پکې نشته.

نوموړي دا هم وویل چې په پاکستان کې د دې وسله والو ډلو په منظم ډول موجودګي نه شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د امریکا په سېنټ کې د پوځي خدمتونو د کمېټۍ مشر جان مکېن د سېشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان ته یې د حقاني شبکې په اړه خبرداره کړی دی.

جان مکېن وویل چې که پاکستان د حقاني شبکې له ملاتړه لاس وانخیستی نو امریکا به د پاکستان پرضد خپله رویه بدلوي.

د سیمه ییزو چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وایي په شمالي وزیرستان او اسلام اباد کې د حقانې شبکې د مشر ورور تر وژنه ورسته امریکا او د هغوی اتحادیان دا ثبوت ګني چې یاده ډله په پاکستان کې ده.

رحیم الله یوسفزي وویل ، د دې مسلې د هواري لپاره دا اړینه ده چې یو دریمګړی په دې اړه پلټنې وکړي.

نوموړي وویل ، د امریکا اوسني حکومت دې مسلې ته زیات پام کړی دی او پر پاکستان به فشار نور هم زیاتوي.

د رحیم الله یوسفزي په وینا ، جان مکېن پخوا د پاکستان په اړه مثبت نطر درلود خو اوس هغه هم وايي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ خنډ په پاکستان کې د حقاني شبکې موجودګي ده.

خبریال او شننونکی طاهر خان وایي د امریکا له خوا د افغانستان په اړه د نوې تګلارې له جوړېدو سره پر پاکستان هم فشار راتلای شي.

طاهر خان وویل ، د دې امکان شته چې په دې لړ کې پاکستان د امریکا ، افغانستان او نورو هیوادونو ځینو اندیښنو او غوښتنو ته څه مثبت جواب ووایي.

ده وویل ، اوس وخت راغلی دی چې پاکستان له مشکلاتو د ځان ساتلو لپاره په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.

امریکا او افغانستان له مودې راهسې له پاکستانه غوښتنه کوي چې د حقاني شبکې پرضد عملیات وکړي خو پاکستان په ځواب کې وايي چې د ټولو وسله والو ډلو پرضد یې بې توپیره ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG