د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د ترهګرو ډلو پرضد بې له څه توپیره عملیات کړي دي.
نفیس زکریا وویل ، په افغانستان کې دا هڅه کېږي چې د ناکامۍ تور په نورو پورې کړل شي.
د ده په وینا ، په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد بې له څه توپیره د عملیاتو په نتیجه کې ترهګر په زغل دي او د هغوی پټنځایونه له مینځه وړل شوي دي.”
د یادونې وړ ده چې افغانستان وخت په وخت حقاني شبکه په هېواد دننه د ترهګرو بریدونو ذمه واره ګرځولې ده او دې هېواد او امریکا په وار وار له پاکستانه غوښتنه کړې چې د دې پرضد عملیات وکړي خو پاکستان وايي حقاني شبکه خپل ټولې هلې ځلې له افغانستان دننه پلان کوي.