دوی په حکومت غږ کوي چې د افغانستان د اوبو د بندونو په تړاو د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وروستیو څرګندونو په اړه چوپ پاتې نه شي.
د افغانستان د ډموکراټو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر د پنجشنبې په ورځ په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي روحاني یادې وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد ښکاره لاسوهنه وګنله.
نوموړي وویل:
"زموږ دولت باید جدي برخورد وکړي، اعتراض وکړي او چوپ پاتې نه شي، ځکه که چوپ پاتې کېږي دوی بیا خپلو تېریو ته ادامه ورکوي او زه فکر کوم چې دا د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده او دې ته باید نه دولت، نه مدني ټولنه او نه د افغانستان خلک اجازه ورکړي."
په ورته وخت کې مدني فعال نعیم افضلي هم ورته نظر لري او وايي:
"زما په نظر دا مهمه ده او هیله ده چې افغان حکومت له هرې ممکنې لارې چې وکولای شي دا موضوع مطرح او د افغانستان له ګټو دفاع وکړي."
د ایران ولسمشر حسن روحاني د سېشنبې په ورځ په تهران کې په یوه ناسته کې ویلي چې د کمال خان، کجکي او سلما بندونو د جوړېدو پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.
د افغانستان ولسي جرګې د ښاغلي روحاني دغه څرګندونې حساسیت پارونکې بللي او په کابل کې د ځوانانو یو شمېر مدني ټولنې هم د پنجشنبې په ورځ په دې اړه په بېلابېلو غونډو کې د افغانستان د اوبو په اړه د نوموړي وروستۍ خبرې غندلې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې افغانستان د خپلو اوبو قانوني مدیریت کوي او که ایراني چارواکو بیا ځلې په دې اړه څرګندونې وکړې غبرګون به وښيي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیبالله ازاد وايي:
"که ده په دې اړه نور څه وویل او یا هم پوه شو چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي نو افغان حکومت به هېڅکله هم غلی پاتې نه شي."
د یادونې وړ ده چې د تېر کوچني اختر په لومړۍ شپه ناپېژانده وسلهوالو د سلمان بند ۱۰ ساتونکي ووژل، خو چا یې مسؤلیت په غاړه وانه خېست.
د ټولنیزو رسنیو، فېسبوک او ټویټر یو شمېر کارونکو هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د یادې موضوع تر څنګ یې د اوبو د دغو بندونو په امنیت ټینګار کړی کوم چې د ایران ولسمشر یې اندېښمن کړی دی.
راپور: اجمل تورمان