د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان: د کاسا زر پروژې دوهمه غونډه روانه ده


د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان مشران د کاسا زر غونډې پر مهال
د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان مشران د کاسا زر غونډې پر مهال

د تاجکستان په سر ښار دوشنبې کې د کاسا زر دوهمه غونډه روانه ده چې پکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم ګډون لري.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني به په دغه یوه ورځني سفر کې پر دې غونډې سربېره په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي او هم به د افغانستان، تاجکستان او پاکستان تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د کاسا زر دوهمه غونډه
د کاسا زر دوهمه غونډه

دوشنبې ته له ولسمشر سره په دې سفر کې د ماليې او اقتصاد وزیرانو په ګډون د هغه یو شمېر لوړپوړي سلاکاران ملګري دي.

بلخوا ټاکل شوې چې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف به هم نن په دوشنبې کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د امنيت په ګډون يو شمير مسئلو باندې خبرې وکړي.

د تاجکستان بهرنېو چارو وزارت د چارنشبې په ورځ په يو بيان کې وويل چې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان مشرانو ترمنځ په ياده درې اړخيزه غونډه کې به په سياسي رابطو، اقتصادي ستونزو او سيمه ييز او نړيوال امنيت ته د ورپېښو خطرو پر ضد په ګډې مبارزې خبرې وکړي.

د یادولو وړه ده چې د کاسا زر پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه بجلي ورکول کېږي چې پکې۳۰۰ مېګاواټه د افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه د پاکستان لپاره ده.

XS
SM
MD
LG