د لاسرسي ځای

د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام اداره وايي چې په ملک کې سږ کال د بارانونو له کبله ټول ۴۳ کسان وژل شوي دي.

یاده اداره وايي، د بارانونو لومړې برخه کې د زیات باران وریدو او په نیرونو کې د زياتو اوبو له وجې مختلفې پېښې شوي چې پکې په پنجاب صوبه کې ۱۱ خېبر پښتونخوا ۲ سېند ۶ او په بلوچستان کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د یادې ادارې په وینا چې په قبايلي سيمو کې ۴ او د پاکستان واک لاندې کشمير کې ۵ کسان وژل شوي دي. او تر ۶۰ زيات کسان زخميان شوي او په لسګونه زیاته ودانيو ته نقصان رسېدلی دي۔

په دې اړه د دغې ادارې د مطبوعاتو ډپټې دايريکټر ثاقب ممتاز مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کې د زيات بارانونو او هنګامي صورتحال رامخې ته کېدو امکان نشته خو بيا هم د راتلونکې بارانونو او د زيان مخنيوي لپاره ټولو صوبايي انتظامي ادارو ته هدايت نامې جاري شوي دي۔

ده وویل:“له موږ سره د هنګامې صورتحال لپاره څلور تر پنځه لکو پورې خلکو لپاره خوراکي مواد، خيمې او نور د ضرورت سامان پروت دی او چې کومو سيمو کې د زيات زيان خطره وي هلته موږ متعلقه ادارو ته دا سامان استولی دي چې د سيلاب يا هنګامې صورتحال کې هغه وخت کار کوي”

بلخوا د پاکستان موسمياتو محکمه وايي چې په ټول ملک کې د پشکال بارانونو لړۍ به په برخو کې جاري وي چې پکې د ټولو زيات بارانونو په خيبر پښتونخوا کې کېدای شي.

د پاکستان موسمياتو محکمې ډایريکټر ډاکټر حينف مشال راډیو ته وویل:

“د زيات بارانونو امکان هم په دې مياشت کې دی خو د دې تقسيم به لږ غېر معمولي وي، ځينې ځايونو کې به زيات او ځينې کې به کم بارانونه وي خو بيا هم د ټولو زيات بارانونه به د پاکستان بره سيمو کې لکه بره پنضاب خيبر پښتونخوا او آزاد کشمير کې کېږي۔ د پشکال بارانونه دويمه لړۍ چې پکې دوه درې ورځې بارانونه وي دا به را راوانې نهي ورځې پیل کېږي او مرحله وار به د ملک په نورو برخو کې خورېږي”

د خيبرپښتونخوا د قدرتي آفتونو د مبارزې ادارې پې ډي ايم د يو رپورټ تر مخه پروسږ کال په مختلف قدرتي آفتونو لکه بارانونو او سيلابونو له کبله ۳۰۰ کسان وژل شوي وو او تر ۱۵۰ کسانژوبل شوي وو۔

د رپورټ تر مخه بارانونو او سېلابونو له کبله ۴۰۰۰ زياتې ودانۍ په جزوي او مکمله توګه ویجاړ شوي وو۔

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG