د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کاسا زر پروژه له افغان امن سره تړلې ده'


ښايي د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په تاجکستان کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وویني

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د تاجکستان ولسمشر په بلنه پلازمېنې دوشنبې ته په دوه ورځنۍ سرکاري دوره تللی چې د هغه هېواد له مشرتابه سره به د انرژۍ، سوداګرۍ، پانګونې، سيمه ييزو او دوه-اړخيزه اړيكو، اقتصادي همکاریو سربېره د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په باب خبرې کوي. خو کارپوهان وايي له تاجکستان هېواد سره د انرژۍ او سوداګرۍ لار تر افغانستان تېرېږي نو د دغو پروژو کامیابولو لپاره هلته امن ضروري دي.

د ذکر ده چې د کاسا زر پروژې له لارې له تاجکستان او قرغزستانه و افغانستان او پاکستان ته به ديارلس سوه (۱۳۰۰) مېګاواټه بجلۍ ورکول کېږي چې پکې درې سوه (۳۰۰) مېګاواټه د افغانستان او زر (۱۰۰۰) مېګاواټه د پاکستان لپاره ده.

په قايداعظم پوهنتون کې د معاشياتو استاد او د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر انور شاه وايي چې پاکستان دا وخت توانايي له بحران سره مخامخ دی او ياد ملک چې د منځنۍ اسيا له ملکونو سره د توانا‎يي په لړ کې کومې معاهدې کړي که هغه ژر تر ژره عملي کړل شوې نو ورسره تر ډېره حده په دې بحران قابو موندل کېدلی شي.

د نوموړي وينا وه چې د کاسا زر پروژه عمليکولو کې تر ټولو غټ کردار د افغانستان دی او ترڅو چې په ياد ملک کې امن نه وي راغلی نو تر هغو دا پروژه سر ته نه شي رسېدلی.

د يادونې ده چې د تاجکستان ولسمشر د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته هم د دورې بلنه ورکړې ده. خو د وزيراعظم نواز شريف د بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزيز د تېر خالي په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته ویلي وو چې په په دوشنبې ښار کې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان درې اړخیزه سرمشريزې غونډې په موقعه د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمينځه د ملاقات هم امکان دی.

دې ترڅنګه تېره مياشت هم د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې نواز شريف او اشرف غني د شانګهای سازمان د غونډې تر څنګ کتلي وو.

XS
SM
MD
LG