د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پي ټي وي د پښتنو سپکولو پرضد لاریون


د ګل په ماښام په اسلام اباد کې هم د پاکستان په سرکاري ټي وي “PTV” په نشر شوي شعر کې د پښتون قام د سپکاوي پرضد مظاهره وشوه.

د مظاهرې ګډون والو د سرکاري ټي وي خلاف نعرې ووهلې او د هغه تن په شعر یې د عمري بندېز غوښتنه وکړه چې په نظم کې یې په پښتنو پسې خندا کړې ده. د مظاهره کوونکو غوښتنه وه چې د دغه خپرونې چارواکي دې له څوکيو لېرې کړل شي او د ټول پښتون قام نه دې په ټي وي او ورځپاڼو کې بښنه وغوښتل شي.

د مظاهرې ګډون وال اقبال شاکر چې یو نامتو شاعر اود ادبي ټولنې ‘مل‘ ملاکنډ بټخېلې مشر دی، وويل چې ټول پښتانه پاکستان مني،خو داسې ښکاري چې د هېواد چلوونکي يې لا هم منلو ته تيار نه دي، نو ځکه له مودو راهیسې پر پښتنو داسې ټوکې کېږي. د نوموړي په وينا يوازې په سرکاري ټي وي دا عمل نه دی روان بلکې،د يوي اوږدې مودې راهیسې په شخصي ميډيا، ډرامو او فلمونو کې هم پر پښتنو ملنډې کيږي.

"که وزيراعظم صېب او د پي ټي وي مشر دا غواړي چې د دې ملک نظرياتي او جغرافيايي سرحدونه دې محفوظ وي نو دا پنځه کسان یاني چېرمېن، پروګرام منېجر، سکرپټ ايډيټر، پروډيوسر او دغه شاعر، دا ټول دې په سمدستي توګه له نوکريو لیرې کړل شي چې موږ ته دا پېغام را ورسيږي چې دوی موږ پاکستاني وګړي ګڼي"

په اسلام اباد کې د پښتو ادبي ټولنې غړی شاعر او ليکوال م۔ر شفق وويل چې د پاکستان د دولتي ټي وي مشر په خپله يو ښه ليکوال دی، خو بيا هم داسې خپرونې نشر کول نفرتونو زېږوي او يوازې پښتانه نه بلکې د هر قام سپکاوی د زغملو وړ نه دی.

"دوی نفرتونو له دوام ورکوي. پکار خو دا ده چې قامي ادارې لکه پاکستان ټيلي ويژن او ريډيو پاکستان قامي تړون او قامي يووالي ته دوام ورکړی وی"

په اسلام اباد کې مېشت خبريال او شاعر سردار يوسفزي وويل چې دا وړومبې ځل نه دی خو دا وار رسنيو د پښتنو د سپکاوي دا معامله اوچته کړه ګني تر اوسهخو چا دا منله هم نه چې د یو قام سپکاوی ناسم عمل دی.

"دلته که په يوه لاره کې پښتانه مزدوران ناست دي نو هغوی خو خپل حق حلال رزق ګټي نو هغوی ته په دې سترګه کتل چې ګواکې دوی سخا په سخا ناست دي او بيا په دې ټول قام نيول زياتې دی. ملکي ادارې بايد دا په پام کې ونيسي ځکه چې دلته خو پښتانه په لويو لويو څوکيو ناست دي نو دا د افسوس خبره ده چې د داسې د پوره قام سپکاوی په سرکاري ميډيا کېږي"

د جولايۍ پر درېمه د اسلام اباد نه ورته په پېښور، ملاکنډ، سوات، چارسده، فيصل اباد، کوټه او کراچۍ کې د مظاهرو وروسته د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب دا معامله په پام کې نيولې ده.په جواد حسن نومي شاعر د پي ټي وي په خپرونو کې په ګډون عمري بندېز لګول شوی دیاو د دغه خپرونې د پروډيوسر نه يې هم ځواب غوښتې دی.

XS
SM
MD
LG