د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانمرګي بريدونه او فرقه ييز فسادات حرام دي. پاکستان علماء کونسل


د پاکستان د مختلفو مسلکونو سره تعلق لرونکو علماؤ فرقه ايز فسادات او ځانمرګي بريدونه حرام ګرځولي او له حکومته يې غوښتنه کړې چې نه صرف فرقه ييزې کرکې خورولو پرضد دې کوټلې قانون سازي وکړي بلکېد پاڼه چینار په څېر د ترهګرۍ پيښو مخه دې ونیسي.

د پاکستان علماء کونسل مشر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي مشال راډيو ته وويل چې د ګل/دوشنبې پرورځ په اسلام اباد کې د مختلفو مسلکونو قريبا درې سوه (۳۰۰) عالمانو او د مذهبي ګوندونو غړو يوه غونډه وشوه چې پکې په متفقه توګه ځانمرګي بريدونه او فرقه ييز فسادات حرام وګرځول شول.

د نوموړي وينا وه چې اسلام کله هم د داسي ناوړه عمل اجازه نه ورکوي. پاکستان خو يو اسلامي ملک دی او په اسلامي ملک کې د ځانمرګيو بريدونو او فرقه ييز فساداتو له وجي نه یوازې اسلام بدنامېږي بلکې پاکستان ورسره هم کمزوری کيږي. اسلام خو يو پرامنه مذهب دی او تل یې د ورورولۍ او امن درس ورکړی نو دا قسمه عمل کونکي نه صرف په ځمکه فساد خوروي بلکه دا غټه فتنه هم ده.

د حافظ اشرفي په وينا چې په غونډه کې علماؤ غوښتنه وکړه چې په مطبوعاتو دې مذهبي بحثونه او مناظرې هم بندې کړل شي او څوک چې هم ټولنیزې رسنۍ د فرقه يیزې کرکې خورولو لپاره کاروي د انټرنیټي جرمونو د قانون په اساس دې د هغوی پرضد ګامونه واخېستل شي.

نوموړي زياته کړه چې د دې غونډې مقصد په ملک کې د ترهګرۍ او فرقه ييز فسادات کولو لپاره چې کوم سازشونه کېږي نو هغه ناکامه کولو لپاره په ګډه سره هلې ځلې کول وو او الحمد لله ټولو عالمانو او مذهبي ګوندونو غړو په دې اتفاق وکړو چې ولس کې پوهه راوستو لپاره به په ګډه سره کار کوي چې څوک هم دا قام د فرقې، نسل او رنګ په بنياد تقسيم نه کړل شي.

د پاکستان علماء کونسل لخوا جاري شوي دي بيان پحقله په اسلام اباد کې د ديني مدرسې يو استاد مفتي فضل منان وايي چې د يو انسان وژنه خوا هغه که د ځانمرګي بريد له لارې وي او يا که په څه بله طريقه وي دا يوه لویه ګناه ده او په شرعي توګه ناجايزه او حرامه هم ده.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې سني اتحاد کونسل پنځوس (۵۰) عالمانو او د يو شمير نورو مسلکونو سره تعلق لرونکو مفتيانو هم ځانمرګي بريدونه او فرقه ييز فسادات حرام ګرځولي وو خو دې باوجود په پاکستان کې دا قسمه بريدونه دوام لري.

XS
SM
MD
LG