د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وړوکي اختر په لاکونه سیلانیان غرنیو سیمو ته تللي


د کمراټ ښایستونه او د رباب نغمې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

د کمراټ ښایستونه او د رباب نغمې

د پاکستان د سیلګرې اداه دعوا کوي چې د وړوکي اختر په موقع د پنځلسو لاکو نه زیاتو ملکي سلانیانو د دغه ملک شمالي غرنیو سیمو ته مخه کړې ده.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان سېلګرۍ پرمختیا ادارې مشر عبدالغفور وویل چې د ملکي حالاتو تر سمېدو ورستو ملکي سیلانیان له خپلو کورونیو سره سوات، ناران، کاغان، ګلکت، ګلیات، چترال او مري غوندې سیمو ته تلل شروع کړي دي.

د ده په وینا چې په سکردو، ایوبیه او نورو سیمو کې به د حکومت لخوا د خیمو کلي د سېلانیانو سهولت لپاره جوړول کېږي.

"په ملکي کچه د سېلګرۍ ودې لپاره موږ له وړاندې کار کوو. په راروانو دوو هفتو کې زموږ کوشش دی چې موږ به د خېمو کلي جوړوو او له دې علاوه د سېل لپاره نوي ځایونه به هم جوړو. وزیراعظم غواړي چې خلکو ته تفریح لپاره اسانتیاوې ورکړل شي او د اوسېدو لپاره د نرخونو چې کومه خبره ده نو د هغې د کمولو لپاره به هم موږ کار کوو."

بلخوا د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت وایي چې یواځې پنځویشت لاکه سیلانیان سوات، کمراټ، چترال، کاغان او ناران ته د اختر په ورځو کې ورغلي ول.

د سیلانیانو زیات شمېر له وجې د خیبر پښتونخوا پولیسو په ناران کې وړیا د خیمو کلی هم لګولی وو.

رزمک ته هم په وړوکي اختر کې سلګونه سېلانیان ورغلي

ګڼ سیلانیان د رزمک له ښکلا خوند اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

د وړوکي اختر په موقع د قدرتي ښکلا سیمې کمراټ ته تللي یو سیلاني عماد وایي د سیل لپاره دا سیمه ډېر ښایست لري خو د سیمې خلک دسیلګرې په کاروبار پوه نه دي.

"د سیلګرۍ تجارت د دې خبرې نه مالومېږي چې سیلانیانو لپاره یو ماحول جوړ کړل شوی وي خو کمراټ کې داسې څه نه وو، هر څه په خپله وړې. د کمراټ خلک ساده ژوند تېروي، کمراټ قدرتي ښکلا لري خو خلک یې د سیلګرې له صنعته ناخبره دي."

مري او د پاکستان ترواک لاندې کشمیر ته سیل له تللې آفتاب احمد وایي پاکستان ښکلې سیمې لري خو سیلانیان د دغه سیمو ښکلا خرابوي او ځای پر ځای ګندونه غورځوي.

''موږ ګورو چې خلک کله سفر کوي نو د اوبو او د شربتونو بوتلې به له خپل ګاړي وغورځوي. دوی ماحول ګنده کوي خو په خپل ګاړي کې ګند یو ځای کې نه شي اېښودلی، دا شان د سیل په ځایونو کې ګندونه به په نظر راځي او خلک فکر نه کوي چې ولې یو ښکلی ځای کې ګند واچوو او هغه د ډنډ ډېر کړو."

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت که یو اړخ ته د ملکي سیلانیانو په غټ شمېر کې خیبر پښتونخوا ته په ورتګ خوشاله دی نو بلخوا له وفاقي حکومته غوښتنه لري چې د بهرني سيلانيانو خيبر پښتونخوا ته د ورتګ اجازتنامو لپاره دې قوانین نرم کړل شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په جون کې ویلي وو چې په دې لړ کې به له وفاقي حکومت سره رابطه هم کوي.

XS
SM
MD
LG