د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک سوداګرو ښځو ته د کاروبار مشهورولو روزنه ورکوي


تر ټولو مشهورې ټولنیزې رسنۍ فېسبوک په پاکستان کې هغو ښځو ته روزنه ورکوي چې له خپله کوره تجارت او کاروبار کوي.

په پاکستان کې ښځو ته په تجارت او کاروبار کې مرسته ورکوونکې ادارې د وومن ډيجيټل ليګ ادارې مشرې ماريه عمر مشال ريډيو ته وویل چې د دې روزنې ورکولو مقصد ښځو ته د کاروبار په لړ کې پوهه ورکول دي چې څنګه د خپلو مصنوعاتو مشهورتيا وکړي.

د دې په وینا په ټول ملک کې د ښځو له خپله کوره تجارت کول زيات شوی دی لکه د څپلیو او کالیو جوړول او ګنډل، د خوراکي څيزونو لکه د اچارو راوېستلو غوندې کاروبار کوي خو د مشهورتيا پوهې نه لرلو له وجې هغسې ګټه نه شي ترې ترلاسه کولی چې څنګه پکار وي. نو د دوی اداره ورته روزنه ورکوي چې څنګه د فېسبوک له لارې دوی د خپلو توکیو مشهوري وکړي او نور ولس ته یې د پلورولو لپاره په پراخه پیمانه ورسوي.

په 2016 کال کې د ښځو نړيوالې ورځ لمانځلو په موقع ښځې با-اختياره جوړلولو لپاره فېسبوک "she means business" مانا دا سوداګري کول غواړي په نوم یو پروګرام پیل کړی وو چې دا شان له سوداګرو ښځو سره مرستې وکړي.

په پاکستان کې په لومړي ځل شخصې ادارې وومن ډيجيټل لېګ په مرسته بهدې پروګرام کې پېښور، لاهور، کراچۍ او ګلګت بلتستان کې سوداګرو ښځو ته وړیا روزنه ورکول کېږي.

ندا رياض چې پهپېښور کې کور دننه د بېکرۍ کاروبار چلوي وايي چې د مارکيټنګ سمه پوهه نه لرلو له وجې ورته پهع کاروبار ستونزې ورپېښې وي خو که دا روزنه واخلي نو نه يوازې دا بلکې نورې هغه ښځې چې په خپل کور دننه کاروبار کوي په ښه ډول به یې وچلوي.

(دا ضروري نه وي چې څوک خپل کور دننه کاروبار کولو غواړي نو له هغوی سره به هغه شان معلومات هم وي نو داسې کسانو لپاره دا روزنه ډېره ښه ده او بيا زما په شان کس چې څوک له وړاندې د کاروبار زده کړو زدکونکې وي او بزنس کوي هم خو مشهورتیا نه ورځي لکه ما له د خپلو مصنوعاتو مشهورتیا نه راځي نو ځکه یې روزنه غواړم.)

يوه بله د سینګار یا بيوټي پارلر کارکونکې ماه نور ارباب وايي له تېرو څو کالو راهسې له خپله کوره دا کاروبار کوي خو د مشهورتیا چل نه ورځي نو له دې روزنې به ورته ډېره ګټه ورسېږي.

د فېسبوک تر دې پروګرام لاندې ۱۶ ملکونو کې ۸ زرو پورې ښځو ته دغه قسمه تربيت ورکړې کېږي او هم په دې لړ کې په ټوله نړۍ کې ۵۰ زرو پورې ښځو ته آن لاين تربيت ورکړلشوی دی.

XS
SM
MD
LG