د لاسرسي ځای

پاکستان دې د افغانستان سوله کې همکاري وکړي: مکېن


اسلام اباد - د امریکا سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټۍ مشر جان مکېن ویلي په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات د پاکستان همکارۍ پرته نه شي راتلی.

د امريکا د سېنېټرانو یوه ډله چې مشري يې سېنېټر جان مکېن کوي د پاکستان سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د وزيراعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره جلا جلا لیدلي او پر دوه اړخیزه اړیکو او په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه يې خبرې اترې کړي دي.

تر ملاقات ورسته د پاکستان سرکاري ټي وي سره په خبرو کې سېنېټر جان مکېن وويل چې د پاکستان د مرستې نه په غېر په افغانستان او دې سيمه کې امن ممکن نه دې نو پاکستان دې دې لړ کې خپل کردار ولوبوي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه ای اېس پي ار وايي چې د امرېکا د سېنټ د پوځي خدماتو کمېټۍ پلاوي د سېنېټر جان مکېن په مشرۍ کې د جنرل قمر جاوېد باجوه سره د اتوار پر ورځ په پوځي سردفتر (جي اېچ کيو) پېنډۍ کې وليدل او د افغانستان په شمول د سيمې په صورتحال يې خبرې وکړې.

ای اېس پي ار وايي، د امریکايي سېنېټرانو په پلاوي کې له سېنېټر جان مکېنه علاوه سېنټر لېنډزي ګراهم، سېنېټر الېزبېت وارن، سېنېټر ډېوډ پرډیو او سېنېټر شېلډن واېټ هاوس شامل وو.

د ذکر ده چې د امريکا سېنېټرانو دا سفر په داسې مهال کړي چې د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ انتظامیه د افغانستان جګړې په اړه نوې پالیسي تیاروي چې امکان دی، روانه میاشت (جولای) اعلان شي.

د پاکستان پوځ مشر سره تر ليدو وړاندې د امريکا سېنېټرانو پینځه (۵) کسیزه پلاوي د وزيراعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره هم ولیدل.

د پاکستان خارجه دفتر په خپل بیان کې وايي چې سرتاج عزیز امریکايي سېنېټرانو ته د پاکستان په امنیت، د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د پاکستان په کامیابیانو، او په پوځي عملیاتو کې د وسله والو پټنځايونه ختمولو په اړه تفصیلات ورکړل.

د ملاقات پرمهال د سرتاج عزيز وينا وه چې پاکستان په افغانستان کې د امنيت او ثبات کوښښونو هميشه مرسته کړې او غواړي چې په افغانستان کې امن وي.

کابل پر اسلام اباد تورونه لګوي چې د حقاني شبکې او طالبانو له لارې یې په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی دی خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وایي کابل، د پاکستان دښمنانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG