د لاسرسي ځای

د نوازشریف او اشرف غني ترمنځ په تاجکستان کې د ملاقات اټکل کېږي


د پاکستان وزیراعظم

اسلام اباد- د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د جولايي په پنځمه نېټه تاجکستان ته سفر کوي چېرته چې هغه به د افغانستان، پاکستان او تاجکستان په سرمشریزه غونډه کې برخه اخلي.

د وزيراعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزيز د خالي پر ورځپه اسلام اباد کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې وزیراعظم نوازشریف به د شورو په ورځ تاجکستان کې د پیلیدونکي درې اړخیزه کانفرانس کې برخه اخلي او د سرمشريزې غونډې په موقعه د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمينځ د ملاقات اټکل هم کېږي.

د نوموړي وينا وه چې تيره مياشت د قزاقستان په پلازمينه استانه کې د وزيراعظم نواز شريف او افغانستان صدر اشرف غني ترمينځه شوي ملاقات ښې نتیجې مخې ته راغلي او د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات مثبت اړخ ته روان دي.

د یادولو وړ ده چې په استانه کې د دواړو مشرانو ترمينځ له ملاقات ورسته د پاکستان خارجه دفتر په خپلې خبرپاڼې کې وېلي وو چې نواز شريف او اشرف غني ترمېنځه ليدنه کې د وسله والو پر ضد د فعالیتونو په اړه یوه بل ته د خپلمنځي معلوماتو ورکولو او دغه راز د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ډلې پر کارولو هم اتفاق شوی و.

د سرتاج عزيز وينا وه چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه رابطو لپاره په ميکنزم مشاورت روان دی او پاکستان په افغانستان کې امن او سوکالي غواړي ځکه چې د دواړو ملکونو امن له يو بل سره تړلی دی.

خو خبريال او پر افغان چارو نظر لرونکی شميم شاهد وايي چې ترڅو پاکستان په افغانستان کې امن لپاره کوټلي ګامونه پورته نکړي نو تر هغې په اړيکو کې ښه والی نشي راتللی او تر څو چې د دواړو ملکونو ترمينځه بې باوري وي نو ګټه يې وسله والو ته رسيږي.

خبريال او سيمه ييزه چارو نظر لرونکی طاهر خان وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه بې باوري دومره زياته شوې چې په یوه یا دوو ناستو کې له منځه وړل یې ناشونې دي.

د نوموړي په وينا دواړه ملکونه چې کوم تشويشونه لري نو هغه د بيانونو له لارې نه بلکې د عملي ګامونو له لارې ختميدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل له تیرې څه مودې راهېسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې دحقاني شبکې او طالبانو له لارې یې افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی دی خو اسلام اباد بیا دغه تورونه ردوي او وایي کابل د پاکستان دښمنانانو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG