د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د جولايي لپاره د پیټرول او ډیزلو نرخ کم کړ


اسحاق ډار
اسحاق ډار

د پاکستان حکومت د جولايي مياشتې لپاره د پیټرولو او ډيزلو په نرخ کې يوه نيمه روپۍ کمی کړی دی خو د خاور تېلو او د لايټ ډيزلو قېمت یې پر ځای ساتلی دی.

دا اعلان د خزانې وفاقي وزير سېنټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ وکړ.

هغه وویل ،په جولايي میاشت کې به د پټرولو نرخ(۷۱.۳۰) او د ډيزلو بیه (۷۹.۹۰) وي.

اسحاق ډاروویل چې د خاورو تيلو او لاېټ ډيزلو قېمتونه پر خپل ځای یانې(۴۴) روپۍ ساتل شوي دي.

د اسحاق ډار په وينا حکومت به د دې ګام له مخې په جولايي میاشت کې دوه اربه څلويښت کروړه روپۍ نقصان برداشت کړي.

په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د معاشياتو استاذ ډاکټر معراج الحق وايي چې په نړيوال مارکيټ کې کله هم د تيلو بېعې پورته شي نو حکومت په ملک کې په هغه حساب سره تيل ګران کړي خو چې کله هم په نړيوال مارکيټ کې تيل ارزانه شي نو حکومت یې له هغه سره سم نه را ټیټوي.

د نوموړي په وينا چې حکومت له یوه داسې کړن لاره جوړول پکار دي چې د تيلو د کمي فايده نیغ په نیغه ولس ته رسيږي.

د ذکر ده چې حکومت د جون مياشتې لپاره د پټرولو په نرخ کې (۱.۲۰) او د ډيزلو په نرخ کې (۱.۶۰) کمي کړې وه او د خاورو تيل او لايټ ډيزلو نرخ يې پرځای ساتلی وو.

XS
SM
MD
LG