د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورنر په خیبر کې د ۱۲ کلنې نغمې د وژنې رپوټ وغوښت


اقبال ظفر جګړا
اقبال ظفر جګړا

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د خیبر ایجنسۍ په لنډي کوتل کې د غیرت پ نامه د یوې دولس کلنې نجلۍ وژنه غندلې ده.

اقبال ظفر جګړا د خیبر ایجنسۍ له پولیټیکل انتظامیې غوښتنه کړې ده چې به سم دستي توګه دې په دې اړه هغه ته رپوټ وړاندې کړي.

نن له ګورنر هاوسه په خپاره شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې دا وژنه د بنیادي انساني حقونو پرضد یو عمل دی او ورسره په ټوله نړۍ کې د ملک بدنامي کیږي

بل خوا د خیبر ایجنسۍ مرستیال پولیټیکل ایجنټ نیاز محمد د جمعې په ورځ مشال راډیو ته ویلي دي چې دا نجلۍ د خپلې کورنۍ له خوا د ناموس په نوم وژل شوې ده

چارواکي وايي چې په دغه وژنه کې ککړ ځینې کسان يي نیولي هم دي.

د دوي په وینا ، دا نجلۍ د جون پر ۲۳مه د خیبر ایجنسۍ به لواړګې که له دوو هلکانو سره تښتېدلې وه.

مرستیال پولیټیکل ایجنټ نیاز محمد وویل ، هلکان ورڅخه تښتېدلي وو او دا بیا خاصه دار ځواک نیولې وه او بیا د خپل تره په ضمانت خوشې شوې وه کوم چې بیا غالباً د جون پر ۲۷ مه وژلې ده.

نیاز محمد وویل چې د وژل شوې نجلۍ تره او په پېښه کې ککړ کسان یې نیولي دي.

یو ځايي کس چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي وویل، په 27 جون د وژل شوې نجلۍپه جنازه کې د هغې د کورنۍ مشرانو اعلان وکړ، دواړه هلکان دې دوی ته وسپارل شي چې له خپل دود سره سم چلند وکړل شي .

خوبل خوا د خيبر ايجنسۍ پولټيکل انتظاميه وايي چې د دواړه هلکان تښتېدلي دي خو د هلکانو دووه رشته داران يې نیولي دي.

بل خوا د مدني ټولنې غړې او فاټا بشري حقونو کمېشن مشر زرعلي آفريدې وايي چې د نجلۍوژنه د بشري حقونو سرغړونه ده او پکار دا وه چې فاټا ته غځول شوی د بالغو عدلي نظام تر آرډيننس ۲۰۰۰ لاندې چلنشوی وی.

''يو خو دا ده چې ايف سي آر کې ۲۰۱۱ کې چې کوم ترميم شوی دی تر هغه لاندې د شپاړس کالو نه کم ماشوم يا ماشومه انتظاميه له ځان سره نه شي ساتلی خو دلته بيا جووينایل جسټس سسټم هم شته، بله دا چې دا نجلۍ يې يو داسې ملک يا مشر ته حواله کړې وی چې دا هلته محفوظه وی. دا خلک د دې ملک اوسېدونکي دي او رياست ته پکار ده چې رياستي ادارو ته پکار ده که هغه پوليس دی او که خاصه دار فورس چې د دې حفاظت يې کړی وی. د دې ژوند يې بچ کړی وی، يا يې په پېښور کې داسې اداري ته حواله کړی وی چې هلته دې ته تحفظ مېلاو وې. نو رياستي ادارې د دې پېښې سم زمه واره دي دوي د غېر زمه وارې نه کار اخېستې.يو خو يې د ماشومانو حقونو پامالي کړې،بل د بشري حقونو او ورسره د ښځو د حقونو هم.''

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن د یو راپور تر مخه په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې د ناموس په نوم تر ۵۰ زیاتې ښځې وژل شوې وې.

XS
SM
MD
LG