د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال په ښار کې د سېل او مېلو ځایونه غواړي


Khost2
Khost2

د افغانستان د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې په ښار کې دې د سېل ځایونه او پارکونه جوړ شي. دوي وايي له ازادۍ مینې سره په لګیدلو تپو او غونډیو کې دې د ساعتیری او تفریح لپاره ځایونه جوړ شي.

پدې وروستیو کې یو شمېر خوستیو ځوانانو هم په خپلو فیسبوک پاڼو او نورو ټولنیزو رسنیو کې له ځايي ادارې غوښتنه کړې، چې د یادې سیمې شنه کولو او ابادولو ته دې پاملرنه وکړي.

که څه هم تر اوسه دا سیمه د ونو، ځنګلونو او ابادیو له اړخه شاړه او سپیره پاتې شوې، خو بیا هم هر مازدیګر ورته سلګونه ګاډي او زرګونه خلک چې ډېری يې ځوانان دي راځي او تر ناوخته ماښام هلته پاتې کیږي او تفریح کوي.

د خوست ښار یو تن اوسیدونکی مشال راډیو سره په خبرو کې د حکومت څخه د یادې سیمې د ابادلو غوښتنه لري.

هغه وویل ، په رښتیا چې دا سیمه د امنیت او موقعیت له نظره ډېره مهمه ده، نو د حکومت نه مو غوښتنه داده چې د ځوانانو لپاره د میله ځایونو بهترین ځای دی، کچیرې پدې ځای پانګونه وشي، نو د ځوانانو لپاره به د چکر او میلو بهترین ځای وي.

د ارشاد په نامه یو بل ځوان وویل ، زه ګورم چې دلته د ساعتیری لپاره په زرګونو مینه وال راغلي دي، زموږ هیله له دولتي چارواکو نه داده چې پدې ځای باندې پانګونه وکړي، دلته تفریح ځایونه جوړ کړي، د میلو ځایونه جوړ کړي، نو دا د نه یوازې د خوست لپاره بلکې د ټول افغانستان لپاره به د تفریح یو ښه ځای وي.

په خوست کې ځوانان اتڼ کوي
په خوست کې ځوانان اتڼ کوي

خوست چې دا مهال د افغانستان د نسبتاً امن لرونکو ولایتونو څخه دی، په اخترونو او نورو ملي جشنونو کې د تفریح او ساعتیرۍ لپاره ورته د بیلابیلو ولایتونو څخه خلک راځي.

حفیظ الله تاند د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې د اختریزو میلو لپاره خوست ته راغلی، هغه هم وايي، چې د متون بابا د غونډیو سلسلې دې په تفریحي سیمو بدلې شي.

حفیظ الله تاند وايي د خوست ښار د پاسه د متون په نوم غونډۍ چې ډېر زیات خلک ورته راغلي دي، ډېره زیاته ګڼه ګوڼه په کې ده، د اختر د میلو لپاره ورته خلک راځي، دا چې دا غونډۍ لږه سپیره ده، ونې په کې نشته، نو د چارواکو نه مو دا غوښتنه ده چې د خلکو لپاره ښایسته پارکونه جوړ کړي، د میلو لپاره نور ښه ځایونه جوړ کړي، ځکه دا ځای جیګ دی او ډېره ښه هوا لري.

بلخوا خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی د ټولنیزو رسنیو له لارې ددې خبرې راپورته کول، چې پدې سیمه کې د استوګنې نمرې ویشل کیږي سمه نه بولي.

ده وویل، ښاروالي تردې ورسته ټولې انکشافي چارې د ښاریانو په خوښه او غوښتنه پرمخ وړي او هېڅ طرحه پر ښاریانو جبراً نه تحمیلوي.

د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی
د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی

عبدالبصیر محمدزی وړاندې وايي ، په ټولنیزو رسنیو کې اورو چې دلته د نمرو د وېش لړۍ ته پروګرام دی، زه د ښاروال په صفت ټولو ځوانانو ته ډاډ ورکوم چې پدې برخه کې نور هېڅ تشویش مه کوئ، نور موږ په چا انکشاف نه تحمیلوو، موږ هېڅ وخت په خپلسر یا د خپلو مفادو لپاره یا د مشخصو خلکو د مفادو لپاره طرحه نه جوړوو، زه بیا هم ډاډ ورکوم کله چې موږ د ښار لپاره لوی تصمیمونه نیسو، پدې کې به د ټولو اقشارو استازو نظر ته مراجعه کوو.

د نظر خاوند زاهد شاه انګار هم وايي، چې د متون بابا د غونډیو د سلسلو شنه کول، پدې کې د پارکونو او تفریح ځایونو جوړول دا د خوست په ټولنیز او کلتوري موقف او هویت باندې مثبت اغېر لري، ځکه چې دې ته به نه یوازې د خوست د بیلابیلو سیمو، کلیو او بانډو خلک، سپین ږیري، ځوانان، ښځې او ماشومان راځي، بلکې دې ته به د تفریح لپاره د نورو ولایتونو خلک هم راځي او دا به په ټوله کې د تفریح، ساعتیری او د ذهني او جسماني ارامتیا ځای وي.

XS
SM
MD
LG