د لاسرسي ځای

تازه خبر

چودري نثارعلي خان: د مذهبي توپیر پالونکیو مخنیوی کوو 


د پاکستان بهرنیو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د ټولنيزو رسنيو له لارې په هېواد کې فرقه ايزو شخړو ته وده ورکونکې عناصرو نوټس اخيستی دی.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري شوي خبر پاڼه کې لیکل شوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزير چوهدري نثار علې خان قامي تحقيقاتي ادارې ايف ایي اې سایبر کرايم څانګې ته امر کړې چېد داسې ايجنډې تر لاندې کار کوونکيو عناصر دې په ګوته کړل شي کوم چې په هېواد کې فرقه ايزې شخړې پيدا کوي او د هغوی پر ضد دې کاروايانې وکړل شي۔

چوهدري نثار ويلي دي چې دا واخت پاکستان له يو شمېر مسلو سره مخامخ دي په داسې حال کې ټولو ته د يو والي همغږې او قامي اتفاق ضرورت دی۔

د ده په وینا چې فرقه ايزې شخړې د پاکستان د سلامتۍ لپاره هم دومره خطرناکې دی چې څومره ترهګرۍ ده.

د بشري حقونو کار پوه شاهد الله جان د بهرنیو چارو وزير د دې بيان ملاتړ کړی دی او وایي چې د داسې ګام او خبرو چې په ټولنه کې جنګ جکړې او د يو بل پر ضد کرکه پېدا کوي نو پکار ده چې د هغوی مخ ونیول شي او پر هغوی بندیز ولګول شي ځکه چې دا هم د بشري حقونو يوه برخه ده.

د بهرنیو چارو وزير له بيانه مخکې د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه هم په خپل يو بيان کې ويلي دي چې مخالفه قوتونه پاکستان د ترهګرۍ د لارې تقسمولو کې ناکامه شو نو اوس د فرقو او نسلي رنګ او نسل د لارې پاکستان تقسيمول غواړي۔

د پوځ د عام اړيکو څانګې ای اېس پي آر د خبر پانې تر مخه چې د پوځ د پاړه چنار په پېښې نظر دې کوم چې پاکستان مخالفه قوتونه فرقه ايز او نسلي اړخ ته د بېولو کوښښ کوي۔

د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر په دې ټينګار کړي چې د ټولو مسلکونو علما دې فرقه ايز همغږي لپاره خپل کرادار ولوبوي او مذهب خلاف کرکه خپرونکيو او فرقه ايز فرق پیدا کوونکو عناصرو خلاف دې اواز وچت کړي.

هم دې لړ کې د د مذهبي چارو کار پوه پروفېسر قبله آياز وايي:

“زموږ په چاپيریال کې فرقه ايزې شخړي ډېرې زياتې شوي دي تر څو چې مشران په دې کې رامنځ ته شوي نه وي او د مسلکونو مشران خپلو کې نه وي ناست نو دا شخړې نشي ختمېدای۔علما هم د ځينې فرقو تر مينځه کرکې ته وده ورکوي نو هم دغه علما دې د دوی تر منځه سوله او مينه راولي او که حکومت او په خصوصي توګه داخلي وزارت او پوځ دغه علما راولي او يو ځای يې کېنه وي نو زما يقين دی چې د دا رانګه شخړو او مسلو مخيوي کېدای شي.”

واضحه دې وي چې دا بيانونه په داسې حال کې راغلي چې په پاړه چنار کې د بمي چادنو وروسته په سوشل ميډيا د فرقو په اړه بحث روان شوی دی.

XS
SM
MD
LG