د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې د پشکال بارانونو لړۍ روانه ده'


د پاکستان د موسمېاتو محکمه وايي چې د ملک په ېو شمېر برخو کې د پشکال د بارانو لړۍ روانه ده کومه چې به صبا د جمعې ورځې پورې دمې دمې سره جاري وي.

د موسمیاتو محکمې چارواکي محمد رياض نن د زيارت پرورځ مشال راډيو ته وويل چې د پشکال د بارانونو لړۍ د ګل د ورځې راهسې د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو پشمول د ملک په زياتره برخو کې شورو ده چې ورسره د ګرمۍ زور راکم شوی دی.

د نوموړي وينا وه چې د بارانونو له وجې د پاکستان تر واک لاندې کشمير، ګلګت بلتستان او د خېبر پښتونخوا ملاکنډ او هزاره ډويژن په غريزو سيمو کې د کمرو راپويوتو (لېنډ سلايډنګ) خطره موجوده ده نو ځايي اوسېدونکي دي، له احتياطه کار واخلي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بارانونو له وجې د خېبر پښتونخوا په سيندونو او خوړونو کې د اوبو کچه اوچتېلی شي. محمد رياض وايي د کابل درېاب پشمول د خيبرپښتونخوا په ځنو نورو درېابونو کې اوبه زياتيدې شي خو د سيلاب څه خطره نشته او هغه خلک چې د خوړونو سره نزدې اوسېږي نو هغوي دې محفوظو ځايونو ته کډې وکړي ځکه چې د پشکال روانو بارانونو لوجې په خوړونو کې اوبه زياتيدلی شي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا آفتونو سمبالولو صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) وياند تيمور علي مشال راډيو ته وويل چې د صوبې هاغه سيمې چې پکې د بارانونو، سېلابونو او کمرې راپريوتو لوجې نقصانات کېدې شي نو ضلعي انتظامېې ته يې د فنډونو سره سره امدادي سامان ورکړې چې د مشکل پر وخت کې د ژپلې شوي خلکو سره مرستې وکړي،

د نوموړي په وينا چې هغه خلک چې د سېندونو، خوړونو او نهرونو په غاړه آبادې دي د هغوي لپاره يې هم د وړاندې څخه حفاظتي انتظامات کړي دي،

د يادونې ده چې سخ کال د مۍ مياشتې راهسې په ملک کې ګرمي زياته شوې وه او د موسمياتو محکمې په وينا چې د تېرې مياشتې په اته ويشتمې (۲۸) نېټې د بلوچستان په تربت سيمه کې درجه حرارت درې پنځوس اعشاريه پنځه (۵۳.۵) ډګري سېنتي ګرېډ ته رسېدلی وو.

XS
SM
MD
LG