د لاسرسي ځای

له خوسته د وزیرستانیو کډوالو د ستنولو بهیر بیا پیلېږي


د قبایلي سیمو قدرتي افتونو سمبالولو ادارې [اېف ډي اېم اې] وایي، پهراتلونکیو دوو میاشتو کې به په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان نېږدې اووه زره نورو کډوالو کورونو واپسي هم پیل شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د اېف ډي اېم اې یو چارواکي عادل ظهور وویل چې په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان د کډوالو مشرانو د ستنېدو په اړه له پولیټکل انتظامیې سره رابطې کړې دي.

،، د هغوی لپاره مو له وړاندې په بنو کې بندوبست کړی دی. په غلام خان بکاخیل کېمپ کې د ضرورت شیان هم له مخکې موجود دي.،،

عادل ظهور خپلو خبرو کې زیاته کړه چې شمالي و جنوبي وزیرستان ته د شپږ نوي فیصده کډوالو واپسي شوې ده او نور څلور فیصده چې نېږدې شل زره کورنۍ جوړېږي په راروانو دوه میاشتو کې به خپلو سیمو ته واستول شي.

عادل ظهور دا هم وویل چې د بیا بحالې په مختلفو پروجو په یادو ایجنسو کې کارونه روان دي.

،، زموږ کوشش هم دا دی چې زر تر زره یې راستانه کړو چې د بیا-ودانۍ کارونه زر مکمل کړل شي. تر څو چې کډوال واپس نه وي تللي نو د بیا بحالۍ په کارونو کې خنډ راځي او موږ غواړو چې دوی زر تر زره ولېږو او موږ په بیا بحالۍ توجو ورکړو.،،

د عوامي نیشنل ګوند د نیشل یوت ارګنایزیشن مشر محسن داوړ وایي چې د کډوالو د مسلو په اړه احتجاج کولو نه پس چارواکو لخوا ورته دا باور ورکړل شوی وو چې د روژې میاشتې په پای به د پاتې کډوالو ستنولو لپاره نېټه اعلانوي خو تراوسه هېڅ اعلان نه دی شوی.

ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په خوست کې مېشت کډوال د رجسټریشن لپاره تر ټولو نزدې ځای غواړي .

،، ځینې د خوست کې په کلیو او ځینې په کېمپ کې مېشت دي، دغه کډوال وایي چې له پولې سره نېزدې مېشت دي او غواړي چې خپلو کلیو ته په اسانه او زر واوړي نو ځکه غواړي چې د بنو پرځای هلته نېږدې ورته د رجسټرېشن او کتنې کار بشپړ شي.،،

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې حکومت په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات پيل کړل چې له وجې يې تر لسو لاکو زیات خلک کډوال شوي ول او محفوظو علاقو طرف ته يې کډې کړې وې.

د دغه کډوالو واپسي د ۲۰۱۵ م کال په مارچ میاشت کې شروع شوې وه چې لا هم روانه ده.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG