د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مریم نواز دې ګډې پلټونکې کمېټۍ ته وړاندې شي'


د پاناما اسنادو پلټنو لپاره جوړې ګډې پلټونکې ډلې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف لور مریم نواز ته نوټس لېږلې چې د جولای په پنځمه نېټه دې ورته وړاندې شي.

د دغې پلتونکې ډلې لخوا مریم نواز ته لېږلې شوي نوټس کې ويلي شوي چې د جولای په پنځمه نېټه ۱۱ بجې دې وړاندې شي او له ځانه سره ټول متعلقه اسناد هم راوړي.

په نوټس کې ويلي شوي که نوموړې جي ای ټي حاضر نه شوه نو پرضد يې د قانون مطابق کارروايي کېدای شي.

تر دې مخکې وزيراعظم نواز شريف او د هغې دواړه ځامن، چې په پاناما اسنادو کې نومونه راغلي، هم د یاد ټیم پر وړاندې حاضر شوي دي.

د حکمران ګوند مسلم ليګ ن پارلېماني استازې طلال چودري مشال راډيو ته وويل چې د سپريم کورټ پنځه رکني بنچ چې کومه فېصله راغلې وه نو په هغې کې د مریم نواز په اړه څه نه دې ليکل شوي نو د دوی قانون ماهرين ګڼي چې نوموړې د هر څه نه پاکه ګرځولې شوې خو دې باوجود د جي ای ټي لخوا د مریم نواز رابللو په منطق نه پوهېږي او پښتنه دا ده چې دا پلټنې روانې دي او که نه د یوې کورنۍ تزليل کېږي.

“د دې پښتنې په ځواب کې چې مریم نواز به د جي ای ټي پر وړاندې مخامخ کېږي او که نه طلال چودري وايي (وزيراعظم خپل فاميل د دې پابند کړې چې د قانون احترام دې کوي او چې کله يې هم څوک را وغواړي نو پېش کېږي دې نو دا وجه وه چې د وزيراعظم د کورنۍ غړي د جي ای ټي پر وړاندې مخامخ شول خو مریم نواز دا وخت له هېواده بهر ده او کله به ستانه شي په دې اړه څه نشم ويلي خو نوموړې به د خپل قانوني ماهرينو سره مشورې وروسته په راتلونکې څو ورځو کې حتمي فېصله کوي”.

د ذکر ده چې د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف هم د تېرې خالي پر ورځ په لندن کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وو چې د احتساب په نوم د وخت ضیاع او د شخصي کاروبار پلټنې يې روانې دي او یوازې د ده کورنۍ په نښه کېږي.

خو په پارلېمان کې د حکومت مخالفه ګوندونه د جي ای ټي لخوا د وزیراعظم د کورنۍ هغه غړي چې نومونه يې په پاناما اسنادو کې راغلي د هغوی رابلل یو ښه عمل بولي.

د پاکستان تحريک انصاف منتخب پارلېماني استازی انجنير حامد الحق وايي چې د وزيراعظم د بچو نومونه په پاناما اسنادو کې راغلي دي نو پکار ده چې د ټولو نه پلټنې وکړل شي او د وزيراعظم د کورنۍ غړو جي ای ټي ته له وړاندیکېدو به ولسي وګړو ته دا پيغام ولاړ شي چې قانون په زورور او کمزورو دواړو عملي کېږي او د تحقیقاتي ټیم دا ذمه واري جوړېږي چې انصاف دې وکړي.

د پاکستان سپريم کورټ جي ای ټي ته لسم جولای پورې خپلې پلټنې مکملولو وروسته حتمي راپور د وړاندې کولو حکم ورکړی دی،

د پاکستان پيپلز ګوند پخوانې پارلېماني استازې فېصل کريم کنډي وايي چې جي ای ټي خو خپلې پلټنې صحيح شورو کړي او دوی هيله مند دي چې سپريم کورټ به په حق فېصله کوي.

د نوموړي وينا وه چې د مریم نواز نوم هم په پاناما اسنادو کې راغلې دې نو ورله ضرور د جي ای ټي پر وړاندې حاض کېدل پکار دي او خپله صفايي دې پېش کړي.

د ذکر ده چې سپريم کورټ د اپرېل په ۲۰ م نېټه د پاناما کېس د نورو تحقیقاتو لپاره د شپږ کسيزه کمېټۍ جوړولو امر کړی وو او ويلي يې وو چې دغه کمېټۍ دې په ۶۰ ورځو کې له وزيراعظمه او د هغه له کورنۍ پلټنې وکړي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي

د سپريم کورټ په درې ججانو مشتمل بنچ د مۍ په شپږمه (۶) د جي ای ټي د غړیو نومونه اعلان کړل چې پکې د فېډرالي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي اې)، قامي احتساب ادارې (نېب)، سټېټ بانک، سيکيوریټي اېکسچېنج کمیشن اف پاکستان او د استخباراتي ادارو ای اېس ای او اېم ای يو یو غړی شامل دي.

XS
SM
MD
LG