د لاسرسي ځای

د پکتیکا مرکز ښرنې ته د اختریزو میلو لپاره د یاد ولایت د سیمو او ولسوالیو څخه د ګڼو خلکو له ورتګ سربېره له ګاونډ پکتیا او غزني ولایتونو څخه هم ګڼ ځوانان ورغلي دي.

یادو ځوانانو په هغې سترې اختریزې کلتوري میلې کې هم برخه درلوده، چې د اختر په درېیمه د پکتیکا د چارواکو په نووښت د ښرنې په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه.

دې میله کې چې ځايي چارواکو، قومي مخورو او یو زیات شمېر خلکو برخه اخیستې وه، د ګډونوالو د خوشالۍ لپاره په کې د سیمه ییزو سندرغاړو د موسیقۍ پروګرامونه او ملي اتڼونه هم ترسره شول.

د میلې ګډ‌ونوالو ته د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، خوښ دی چې د هېواد پدې حساسو او کړکیچونو حالاتو کې ځايي اوسیدونکي او د ګاونډیو ولایتونو ځوانان په پکتیکا کې د امن احساس کوي او د دې ولایت په اختریزو میلو کې برخه اخلي.

د پکتیکا والي وویل:

((زه ډېر خوشاله یم چې پدې سختو او بحراني شیبو کې خپل هېوادوال او د ګاونډیو ولایتونو خلک په پر امنه پکتیکا کې د خوشالۍ په حالت کې وینم، تاسو ته د اختر مبارکي وایم تر څنګ يې موږ خپل دښمن ته پیغام ورکوو چې دا خاور فولادي خاوره ده دا تاسو څه چې چنګیز هم ورانه نه کړه او ورانه به نشي.))

د پکتیکا والي هغو خلکو ته چې په افغانستان کې د وژنو او نورو ورانکارو بریدونو له لارې خپلې موخې پرمخ وړي په خطاب کې وویل، تاسو چې هر ډول ظلم وکړئ، بیا هم د خلکو د خوښیو د لمانځلو مخه نشی نیولای.

بل لوري ته د پکتیکا پراخه اختریزه میلې ته چې د یاد ولایت سربیره د ګاونډیو ولایتونو یو شمېر ځوانان هم ورغلي ول، هغوی د پکتیکا د امن او اختریزو میلو ستاینه وکړه او خپلې خوښۍ يې ولمانځلې.

د غزني ولایت د اندړو د ولسوالۍ دوه ځوانان چې د پکتیکا میلو ته ورغلي وايي:

((زه حیدر خان د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ څخه دلته راغلی یم، دلته په لوبغالي کې یو تر څو د اختر میله ولمانځو، یو ځل بیا هېوادوالو ته د اختر مبارکي وایم او دوی ټولو ته د اختر د خوښیو ډکې شپې او ورځې غواړم.

حشمت خان: موږ پدې اختریزه میله کې ډېره خوشاله یو ځکه ډېر ښه امنیت راغلی دی، هېوادوالو ته د اختر مبارکي وایم او خدای پاک دې پدې وطن کې روانه ورور وژنه بنده کړي.))

د پکتیا ولایت څخه دوه تنه ورغلي ځوانان عارف شاه او سلام خان هم هیله څرګندوي، چې له افغانستانه جګړې ختمې شي او ټول خلک په سوله کې ژوند ولري.

دوی وړاندې وايي:

((عارف شاه: خدای دې وکړي چې په وطن کې سوله راشي، ارامي راشي، سوله او امن غواړو خدای دې وکړي چې بیا هم داسې شیبې راشي چې د اوس په شان بیا د خوښۍ په ټغر سره کېنو.

سلام خان: زموږ غوښتنه داده چې خلک په خپلو کې سوله وکړي، له ورور وژنې لاس واخلي.))

د یادونې ده، په اخترونو کې یو شمېر دودیزې او کلتوري میلې لسګونو کلونو راهیسې د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې ترسره کیږي، چې خلک په کې په پراخه اندازه ګډون کوي.

په دا ډول میلو کې هنري میلې، اتڼونه، سیمه ییزې لوبې او د نیزه وهنې سیالۍ هم ترسره کیږي.

د پکتیکا چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې به د ځوانانو د ساعتیریو او میلو لپاره نوي میله ځایونه او تفریحي پارکونه جوړ کړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG