د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ کابل ته ورسېد


د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ.
د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ.

په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ کار کوي، د دغه هېواد لوی درستیز جوزیف ډانفورډ پرون دوشنبې په ورځ افغانستان ته راغی.

اسوشېټېد پرېس خبري اژانس افغانستان ته د جنرال ډانفورډ سفر د افغانستان لپاره د امریکا له نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ سره اړوند بللی او ویلي یې دي چې په دې سفر کې به د افغانستان د ستراتیژۍ پر وروستیو عناصرو کار وشي.

په دې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د نېږدې ۴ زره نورو پوځیانو استول هم شامل دي.

د ډانفورډ په دې سفر کې د افغان مشرانو ترڅنګ په دغه هېواد کې د امریکا او ايتلاف د ځواکونو له قوماندانانو سره کتنې او خبرې هم شاملې دي.

د جرمني خبري اژانس «ډي. پي. اې» وايي چې د امریکا لوی درستیز به ممکن په افغانستان کې څو ورځې تېرې کړي.

د دغه اژانس پر اساس جنرال ډانفورډ به په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په اډه کې خپلمنځي غونډې هم ولري.

جوزیف ډانفورډ
جوزیف ډانفورډ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د عامه چارو او رسنیو متخصص دامین هارفات د جنرال ډانفورډ د سفر په اړه مشال راډیو ته وویل:

"د ده د سفر هدف دا دی چې د ايتلاف او افغانستان له مشرانو سره وویني، دوی به د قاطع ملاتړ ماموریت په اړه خبرې وکړي."

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سمندري ځواکونه د هلمند په نارام ولایت کې پخوانۍ اړیکې بیا تازه کوي او ورسره په یو وخت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمزورتیاوو د پېژندلو هڅه کوي.

د ترمپ حکومت هیله لري چې په نوې ستراتیرۍ او د نورو پوځیانو په لېږلو به دا نیمګړتیاوې پای ته ورسولی شي.

په هلمند کې د امریکايي پوځیانو قوماندان وايي، افغان ځواکونو په جګړه کې خپله وړتیا ښه کړې، خو لا هم په ځینو جګړو کې مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG