د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين، افغانستان او پاکستان سولې ته ژمنتیا ښودلې


پراګ - د جون میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ د افغانستان او پاکستان په بلنه د کابل او اسلام اباد تر دورې پس درې واړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان او پاکستان کې د وروستیو ترهګرو بریدونو غندنه کړې او له غمژنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې.

په اعلامیه کې افغانستان، چين او پاکستان د سیمې سولې او ثبات ټینګولو، د سیمه يیزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړتيا او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمنتیا ښودلې.

يادو درېيو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د دې څرګندونو تر څنګ، پر افغان طالبانو غږ کړى چې د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي. دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې افغانستان او پاکستان د بحران د مخنیوي په موخه د کړکېچ مدیریت میکانیزم رامنځته کولو هوکړه کوي.

په اعلاميه کې راغلي چې درې واړو لوریو په افغانستان کې د روانو حالاتو، د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د چین، افغانستان، پاکستان د درې اړخیزو همکاریو په اړه خپل نظریات تبادله کړي او لاندې هوکړو ته رسېدلي دي.

١ - درې واړه لوري د سیمې سولې او ثبات ټینګولو، د سیمه يیزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړي کولو او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمن دي.

٢ - افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، متقابل سیاسي باور پیاوړي کولو، د ترهګرۍ سره د مبارزې او په ګډه د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په ګډون په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ته لیوال دي.

٣ - افغانستان او پاکستان د بحران د مخنیوي په موخه د بحران مدیریت میکانیزم رامنځته کولو هوکړه کوي چې په وخت او اغیزمن استخباراتي مالوماتو شریکول او نور دوه اړخیز هوکړه شوې اقدامات په بر کې نیسي.

دغه میکانیزم به د ډیالوګ او سلا مشورو له لارې د خرابو حالاتو د مخنیوي په موخه چې ښايي په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه وکړي، د مناسبې حل لارې په پام کې نیولو سره دواړه لوري د ترهګري په وړاندې د مبارزې او نورو بیړنیو حالاتو کې د اغیزمن او پر وخت اړيکو د ټینګولو جوګه کړي. چینايي لورى به د دغه میکانیزم ملاتړ وکړي.

۴ - درې واړه لوري د دوه اړخیزو ګټو د موضوعاتو په برخه کې د مرستې په موخه چې پر اقتصادي همکاریو پیل کېږي، د چین، افغانستان، پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ میکانیزم رامنځ ته کولو هوکړه کوي.

۵ - درې واړه لوري په دې باور دي چې سوله او پخلاینه د افغانستان د ستونزو لپاره بنسټیزه حل لاره ده چې د تاوتریخوالي وسیلو په واسطه نه شې حل کېدای. چین او پاکستان د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د پخلاینې پروسې ملاتړ کوي او دې ته چمتو دي چې د دغه پروسې د پرمختګ په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. درې واړو لوري په افغاني طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.

۶ - درې واړه لوري په دې باور دي چې د همغږۍ څلور اړخیزه د چين، افغانستان، پاکستان او امريکا متحده ايالتونو) ډله باید بیا احیا شي څو د سولي خبرو اترو او له دغه پروسې سره د طالبانو د یو ځای کېدلو لپاره وړ چاپېریال رامنځ ته کړي.

۷ - درې واړه لوري "د کابل پروسې" د نوښت ملاتړ کوي او له دې سره هم نظره دي چې د شانګهای د همکاریو سازمان او د افغانستان د تماس ډله باید ژر تر ژره بیا په کار پیل وکړي، څو د افغان پخلاینې پروسې په مخ بیولو کې رغنده رول ولوبوي.

دغه ګډه اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې افغان چارواکيو په وار، وار پاکستان د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو په ملاتړ تورن کړى، خو پاکستان دغه څرګندونې ناسمې بللې دي.

دغه راز د چارو ځينې شنونکي پر پاکستان د چين نفوذ ته په پام په دې باور دي چې که چين وغواړي کولاى شي د افغانستان د سولې په پروسه کې موثر رول ولري.

XS
SM
MD
LG