د مردان د عبدالولي خان پوهنتون وژل شوي زده کوونکي کورنۍ د هغه تر مرګ وروسته لومړی اختر لمانځي.
د وړوکي اختر په مناسبت د مشال راډیو په ځانګړو خپرونو کې د مشال خان پلار محمد اقبال (اقبال) ته د مېلمه په حیث بلنه ورکړل شوې وه.
نوموړي وویل چې د مشال خان مور د اختر پر شپه (د اتوار شپه) هديرې ته ولاړه او د هغه پر قبر يې شمې بلې کړې.
د ده په وينا، د اختر پر لومړي ورځ د خیبر پښتوخوا له مختلفو سیمو خلک د غمرازۍ لپاره ورځي.
د محمد اقبال اقبال پوره مرکه لاندې واورئ
-
عبدالحی کاکړ
عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی.