د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار د باچان خان، ولي خان او غني خان د اخترونو کيسې کوي


د باچا خان روژه او اختر به څنګه وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

د باچا خان روژه او اختر به څنګه وو؟

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د مشال راډیو د وړوکي اختر په ځانګړو خپرونو کې د مېلمه په حېث د خپل نيکه باچا خان ، پلار خان عبدالولي خان او تره غني خان د اخترونو کيسې شريکې کړي دي.

نوموړی وايي، باچا خان به کله هم اختر ته نوې جامې نه جوړولې بلکې د ده په وينا، هغه به هسې هم د خامتا دوه جوړې لرلې او چې هغه هم له پیوندېدو ووتلې نو بيا به نوې جامې غوښتې.

اسفنديار ولي خان د مشال راډيو خبريال خالد خان سره د خپل ماشومتوب، ځوانۍ او اوسنيو اخترونو په اړه مرکه کړې ده.
اسفنديار ولي خان د مشال راډيو خبريال خالد خان سره د خپل ماشومتوب، ځوانۍ او اوسنيو اخترونو په اړه مرکه کړې ده.

اسفنديار خان د خپل پلار ولي خان په اړه وايي، کله چې ولي خان په سياست کې لا فعاله نه وو نو دوی ټول به یې په ګاډي کې کښېنول، لومړی به د مبارکۍ لپاره غني خان ته ورغلل بيا به د بل ورور علي خان او خپلو خویندو کورونو ته ورغلل.

د پښتو د نومیالي شاعر او تره غني خان په اړه نوموړی وايي، کله چې دوی واړه ول نو د اختر پر ورځ چې به کله غني خان ته ورغلل نو هغه به جېب ته لاس کړ او څومره پیسې چې به يې و ایستې، ټولې به يې دوی ته ورکړې.

د دې ترڅنګ اسفنديار ولي خان د خپل د ماشومتوب، د ځوانۍ او نننیو اخترونو کيسې شريکي کړې دي.

پوره مرکه لاندې واورئ

اسفند یار ولي خان د باچان، ولي خان او غني خان د اخترونو کیسې کوي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:16:35 0:00

XS
SM
MD
LG