د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار: د وژل شویو شمېر ۶۷ شو، احتجاج روان دی


پېښور - په پاړه چنار کې د جمعې د ورځې په دوو بمي بریدونو او بیا پر مظاهره کوونکو د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د وژل شویو شمېر ۶۷ ته رسېدلی دی.

د سیمې د روغتیا ادارې مشرې ډاکتر معین بېګم د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، ځېنې ژوبل شوي په روغتون کې مړه شول. د دې په خبره، د بریدونو او ډزو په پېښو کې ټول ۲۶۱ کسان په نښه شوي ول.

د روغتیا اداره وايي، دا مهال د پېښور او پاړه چنار په هسپتالونو کې له ۱۵۰ څخه د زیاتو کسانو درملنه روانه ده چې پکې د ځېنو حالت د اندېښنې وړ دی. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د جمعې پر ورځ په پاړه چنار کې یوه چاودنه وشوه او خلک چې د ژوبلو او وژل شویو د مرستو لپاره ورغلل نو بله چاودنه وشوه.

د پېښو ژوبل شوي په بېلا بېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي
د پېښو ژوبل شوي په بېلا بېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي

د دې پېښو په غبرګون، خلک له جمعې راهیسې د ښار په پي اې څلور لاره کې د سرکاري ودانیو مخې ته په احتجاج دي.

ځايي مشر منیر حسین اغا احتجاج کوونکو ته په وینا کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د ښار امنیتي چارواکي دې بدل کړي ځکه چې دوی ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلي دي.

اغا وویل، پر مظاهره کوونکو چې کومو سرتېرو ډزې کړې دي د هغوی دندې دې معطله او زنداني شي.

اغا وویل، پر مظاهره کوونکو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

ده دا پوښتنه هم وکړه چې په ښار کې د امنیتي اقداماتو باوجود داسې پېښه ولې شوې؟

اغا زیاته کړه چې د غوښتنو تر پوره کېدو به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.

هلته په پاړه چنار کې د اهل تشیع اتو قومونو مشرانو له حکومت سره د خبرو لپاره ۴۵ کسیزه کمېټي جوړه کړې.

دې کمېټۍ د ملېشې ځواک له مشر جنرال شاهین مظهر سره خبرې کړې دي. مظهر تر بریدونو وروسته پاړه چنار ته ورغلی دی.

د شیعه ګانو ځايي تنظیم انجمن حسینیه یوه غړي صوبېدار محمد نذیر مشال راډیو ته وویل، د ملېشې مشر شاهین مظهر د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان ورکولو اعلان کړی.

ده وویل، حکومت د وژل شویو کورنیو ته ۱۰، ۱۰ لاکه او د ژوبلو هغو ته دوه، دوه لاکه روپۍ ورکوي.

په سیمه کې تر بریدونو او تاوتریخوالي وروسته حالات کړکېچن دي او د یکشنبې یا اتوار پر ورځ هم د پاړه چنار بازار او مارکېټونه تړلي ول.

د بمي بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، انتقام وزیرستان او لشکر جنګوي العالمي ډلو منلې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG