د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتساب ((تماشا)) مې د کورنۍ ضد ده: شریف


اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف وايي، د احتساب په نوم د وخت ضیاع او د شخصي کاروبار پلټنې روانې دي.

نوموړي پرون په لندن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د پاناما اسنادو په اړه ګډې پلټنیزې ډلې (جې ای ټي) په خپلو تحقیقاتو کې هېڅ نه دي موندلي.

ده وویل، یوازې د ده کورنۍ په نښه کېږي:

((په پاکستان کې د احتساب تماشا یوازې زموږ د کورنۍ ضد ده ځکه نور خلک ګڼي چې سیاست یې نور ختم دی نو هغوی په دې طریقه سازش کوي.))

د پاناما اسنادو قضیه څه ته وايي؟

وزیراعظم دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د پاناما اسنادو پر معاملې سپریم کورټ د نوموړي د کورنۍ د شتمنیو جاج اخیستو امر ورکړی وو.

ګډې پلټنیزې ډلې د زیارت پر ورځ خپل درېیم رپورټ عدالت ته ورکړی دی.

د پلټنو په لړ کې د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف، د وزیراعظم زامنو حسن او حسین نواز او زوم یې کیپټېن صفدر خپل بیانونه ورکړي دي.

د پاناما اسنادو رازونه د ۲۰۱۶ز کال په اپرېل کې افشا شوي ول چې پکې د نړۍ د یو شمېر سیاسي مشرانو نومونه او په نورو هېوادونو کې د پټو شرکتونو معلومات جوت شول.

XS
SM
MD
LG