د کونړ امنيي قومندان مرستیال سمونوال غلام فاروق پرواني مشال رادیو ته دغه برید د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکي شیګل ولسوالۍ کې ترسره کړی چې پکې د داعش ډلې قومندان حاجې امان د خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"نن شپه دوه بجې او څلویښت دقیقې وې چې د نړیوالو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکي د شیګل ولسوالۍ کې پر داعشیانو برید کړی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او یو ټپي دی، په وژل شوو کې حاجي امان الله، ګل محمد ،تاج محمد،محمداجان،امین الحق او شینا شامل دي."
هغه وايي، په یاده حمله کې ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د سیمې یوه تن اوسېدونکي عبدالرشید مشال راډیو ته وویل چې د حاجي امان الله پر ډله حمله شوې، خو تراوسه نه ده معلومه چې خپله حاجي امان الله پکې وژل شوی او که ټپي شوی.
نوموړي زیاته کړه چې خلک د پېښې ځای ته ځکه نشي ورتللی چې اوس هم بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي.
هغه وویل:
"زموږ کور له حاجي امان الله کور سره نېږدي دی،سهار يې په کور کې ژړاګانې شوې، بیا چې خلک ورغلل ورته ویل شوي و چې حاجي امان الله زخمې دی، نور کسان پکې مړه دي طیاري اوس هم ګرځي دوی بره تللي دي تراوسه معلومات نشته."
امنیتي چارواکي وايي، چې بې پیلوټه طیارې د داعش ډله بمبارې کړې، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې حاجې امان الله د حزب اسلامي یو تکړه قوماندان و چې په دې وروستیو کې يې له یاد حزب سره اختلافات پیدا شوي و، همدا وجه وه چې له حکمتیار سره يې کابل ته له تګ ډډه وکړه.
د روغې جوړې لپاره يې جرګې روانې وې.
نور رحمان چې د حاجي صاحب کشمیر خان ورور دی، څو ځلې يې خوا ته ورغی چې روغه جوړه وکړي او له اختره وروسته هم د جرګې پلان و چې د حاجې امان الله خواته ورشي.
خو بلخوا د حاجي امان د ډلې ویاند قارې مبشر مشال راډیو ته وویل چې د دوی مشر حاجې امان الله ژوندی او روغ رمټ دی او یوازې دوه ملګري يې وژل شوي دي.مبشر وایي دوی له داعش سره اړیکې نه لري.
راپور: روح الله انوري