د لاسرسي ځای

تازه خبر

“هوايي ډزې مه کوئ دا خلک وژني”


په مردان کې د هوايي ډزو ضد کمپاین یو تصویر
په مردان کې د هوايي ډزو ضد کمپاین یو تصویر

د مردان ځوانانو پارلمان د مردان له پوليسو سره په ګډه د دې لپاره هلې ځلې کوي چې خلک د هوايي ډزو په ممکنه زیان خبر کړي.

د دوي د دې کمپاین شعار دی چې “ستاسو د لږ وخت خوشالي د نورو ژوند ختمولای شي”.

هغوی دا کمپاین په داسې وخت کې کوي چې یو خوا د جون پر ۱۸مه د هند په وړاندې د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې تر بریا وروسته په هوا کې شوو ډزو یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او بل پلو د اختر ورځې شپې دي په کومو کې چې هم خلک د خوشالۍ کولو لپاره په هوا کې ډزې کوي.

د مردان دا ځوانان کلي پر کلي ګرځي او هم جوماتونو ته ورځې چې په خلکو کې د هوايي ډزو د ممکنه تاوان په اړه پوهاوی خپور کړي.

پولیسو وايي ، د هوايي ډزو کوونکو پرضد د ترهګرۍ، اقدام قتل او یو شمېر نورې داسې مقدمې کېدای شي.

د مردان ځوانانو پارلمان مشر ارشاد احمد او د مردان ټريفک پوليسو مشر سردار خان د مشال راډیو د ځوانانو ږغ خپرونه کې د خپلو هلو ځلو په اړه مالومات وړاندې کوي.

د دې خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

د ځوانانو ږغ خپرونه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG