د لاسرسي ځای

د کراچۍ ښار په سايټ سيمه کې د جمعې په ماښامحبيب څلور لارې ته نزدې نامالومه وسله والو څلور پوليس په ډزو وژلي دي.

د کراچۍ پوليس محکمې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوو پولیسو روژه ماتوله چې د سيمنز او حبيب څلور لارو ترمنځ پرې نامالومه موټرسايکل سپرو وسله والو ډزې وکړې.

د ډزو په نتيجه کې د وژل شوو څلور پولیسو پېژندګلوي د محمد يوسف، شبير، خالد او اسرار په نومونو شوې ده.

د پوليسو په وينا چې په وژل شوو کې يو سب انسپکټر او درې سپاهيان شامل دي.

د پېښې د ځای سره نزدې يو کاغذ هم موندلی شوی چې پکې د ‘جماعت الانصارالشريعه‘ نومې وسله والې ډلې وياند د دې پېښې ذمه واري قبوله کړې ده.

د پوليس چارواکو په وينا چې دا دوېم ځل دی چې دغه وسله واله ډله د بريد ذمه واري پر غاړه اخلي.

بل اړخ ته لښکر جنګوي العالمي نومې ډلې هم د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG