د لاسرسي ځای

پاړه چنار: دوو چاودنو لږترلږه ۲۳ کسان وژلي


د کورمې په پاړه چنار کې په پرلپسې دوو بمې چاودنو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او تر پنځوس زیات ټپیان دي

دا خبره د یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وکړه.

هغه وویل، دغه چاودنې نن شاوخوا پنځه نیمې بجې له طوري مارکیټ سره نیژدې د سړک پر غاړه شوې دي.

خو د کرمې پولیټکل زاهد محرر لږ شېبه وړاندې مشال راډیو ته وویل ، تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څرګند مالومات نه لري خو د ده په وینا تر سلو زیات کسان ټپي شوي دي.

زاهد وویل چې کله لومړۍ چاودنه وشوه او خلک د پېښې ځای ته راغونډ شو نو هلته د پوځ یو مېجر او امنیت ساتونکي هم وو نو هلته بله چاودنه وشوه.

XS
SM
MD
LG