د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړی شو


د کرکټ نړیواله شورا اوس د افغانستان او ایرلېنډ په ګډون ټول دولس غړي لري. پاکستان، هند، انګلينډ، اسټريليا، جنوبي افريقه، زمبابوی، ويسټ انډيز، بنګله ديش، نيوزيلينډ او سريلنکا د کرکټ نړيوالې شورا پخواني غړي هيوادونه دي.

تر اوسه پورې افغانستان يوازې د شل اووريزو او پنځوس اووريزو کرکټ سياليوو حق درلود. اوس به افغانستان د نورو پياوړو لوبډلو سره پنځه ورځنۍ لوبې (ټيست) هم کولی شي.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال وويل: ((دا ښه خبر د ټولو افغانانو لپاره ځکه ښه خبر دی چې موږ ډېر دردونه ليدلي او جنګ ځپلي يو. دا دې ټولو ته مبارک وي.))
د کرکټ نړیوالې شورا شاوخوا ۱۶کاله ورسته د خپلو بشپړو غړو هیوادونو په شمېر کې زیاتوالی راوست. تر دې وړاندې یې د ۲۰۰۰م کال په جون میاشت کې بنګله دېش ته بشپړ غړیتوب ورکړی وو.

ويډيو: عاطف مشال د بشپړ غړيتوب خبر اوروي

د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب سره به دا شورا د افغانستان کرکټ پرمختيا لپاره مالي مرسته هم ډېره کړي. د دې خبر وروسته ډيرو افغانانو په ټولنیزو مطبوعاتو يو بل ته مبارکي ويلې ده.

XS
SM
MD
LG