د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر اوسیدونکي امنیتي حالاتو ته په انديښنه کې دي


د لوګر اوسیدونکي پدې وروستیو ورځو کې په یاد ولایت کې د وسلوالو لخوا د ترور، پر امنیتي پوستو د بریدونو او کله نا کله د کابل-لوګر تر منځلويې لارې ته په راوتلو انديښنه څرګندوي.

د لوګر اوسیدونکي پدې وروستیو ورځو کې په یاد ولایت کې د وسلوالو لخوا د ترور، پر امنیتي پوستو د بریدونو او کله نا کله د کابل-لوګر تر منځلويې لارې ته په راوتلو انديښنه څرګندوي.

دوی له امنیتي او کشفي ادارو په کلکه غواړي، چې د نا امنیو د پيښو مخه دې ونیسي.

بل لوري ته د لوګر چارواکي د خلکو انديښنې پر ځای بولي، خو وايي چې دوی د دا ډول پيښو د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي او د کابل-لوګر په لاره کې يې د شپې لخوا هم امنیتي سرتیري توظیف کړي دي.

په لوګر کې د امنیتي پيښو په باب هغه مهال انديښنې ډېرې شوې، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې د دولت مخالف وسلوال د پل قندهاري په سیمه کې د کابل-ګردیز د لويې لارې موټر دروي او تلاشي يې اخلي.

د لوګر د محمداغې او پل علم دې سیمې دوه تنه اوسیدونکي خانولي او خالد مشال راډیو ته وايي:

((پدې ولایت کې پدې وروستیو کې ترور زیات شوی دی، پدې کې قومي مشران، ځوانان او هغه کسان چې په ولس کې نفوذ لري ترور کیږي، طالبان کله نا کله عموني سړک ته راوځي او عمومي شهرا بندوي، هغه کسان چې حکومت پورې تړلي وي حتی له موټر يې راښکته کوي.

خالد: د لوګر وضعیت زخته زیات خراب دی حتی د ګهیڅ له ۶ بجو بیا تر ۷ یا ۸ بجو پورې لارې بندې وي، طالبانت سړک ته راوځي، خلک تلاشي کوي او د حکومت کسان تګ او راتګ نشي کولای.))

ویل کیږي د لوګر په نا امنیو کې له وسله والو سربیره د ځمکو غاصبین، فساد کوونکي او په نورو جرمونو کې ښکیل کسان هم لاس لري.

د ولایتي شورا غړی ډاکټر ولي وکیل پدې اړه داسې وايي:

((د فساد او غصب په ګډون د نورو جرمونو مخه چې نیول کیږي، دا خلک هم د لوګر د امن په خرابولو کې خپل رول بازي کوي، د جنايي مدیر ترور کیږي، خو تر ډېره وخته طالبان لدې پيښې نه خبریږي، تر هغه وروسته چې دا خلک موټر نشي پټولای نو دا موټر طالبانو ته تسلیموي، نو دا پدې مانا چې دا کال په اول لاس ندی کړی،بلکې دویم لاس باندې طالبانو ته ورکړل شوي.))

د ولایتي شورا یو بل تن غړی حسیب ستانکزی بیا امنیتي چارواکي د امنیت په ټېنګولو کې په پاتې راتلو تورونوي او وايي، چې هغوی له امنیتي پيښو ډېر په ځنډ خبریږي:

((دا د شرم ځای دی، چې جنايي مدیر د امنیه قوماندانۍ په نږدې سیمو کې شهیدیږي، د هغې سلاح او رینجره د وسلوالو مخالفینو لخوا وړل کیږي، امنیه قوماندني ایله یو ساعت وروسته د پيښې خبریږي، نو دا د امنیتي چارواکو د بې کفایتۍ له کبله ده.))

په لوګر کې د څلورمې پلې لواء قوماندان جنرال رازق ساپی وايي، دوی پخوا د لارې د امنیت د ساتنې لپاره د سهار له ۶ بجو بیا د مازدیګر تر ۶ بجو به يې سرتیري توظیفول، خو د لوګر په پل قندهاري کې د طالبانو له څرګندولو وروسته يې شپه او ورځ فعالیتونه پیل کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علي زی له خلکو پدې ګیله لري، چې په خپلو سیمو کې د وسلوالو د فعالیتونو څخه شکایت لري، خو حکومت سره لازمه همکاري نه کوي.

لوی پاسوال علي زی زیاتوي:

((پدې کې به زه په خپله ولس ملامت کړم، کوم وخت دی ماته راغلی چې دلته طالب فعالیت لري، چا راته ویلي دي چې دلته یې سلاح پرته ده، که خلک د وهمه دا کار کوي نو دا نده ښه او که شعوري يې کوي دا بیا هېواد بحران ته بیايي.))

​بلخوا د لوګر والي حلیم فدايي یو شمېر رسنۍ او سیاسیون تورنويو چې په دوو کلونو کې د وسلوالو یو کوچني حرکت ته پراخه انعکاس ورکوي، خو د افغان امنیتي ځواکونو پر لاسته راوړنو سترګې پټوي.

د لوګر والي وویل:

((له همدې پيښې وروسته زموږ امنیتي ځواکونو دښمن په هر ځای او هر کلي کې تعقیب کړی دی، له هغه ورځې راورسته د ۲۰ په خواوشا کې تروریستان وژل شوي یا نیول شوي دي، اما بدبختانه هغه رسنۍ چې د طالبانو په پنځه دقیقې ښودلو ته هوا ورکوي، خو زموږ د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې نادیده نیسي.))

د یادونې وړ ده لوګر په جنوب کې کابل سره لګیدلی ولایت دی، چې په پرلپسې توګه د یو شمېر سیمو اوسیدونکي يې له ناامنیو شکایت لري.

د خوست، پکتیا او د پکتیکاد یو شمېر سیمو اوسیدونکي پلازمینې ته کابل ته د لوګر له لارې تګ او راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG