د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ایرانۍ ډرون الوتکې ویشتلو پخلی وکړ


دغه ډرون د بلوچستان په بنجګور کې ویشتل شوی دی
دغه ډرون د بلوچستان په بنجګور کې ویشتل شوی دی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د ایراني ډرون غورځولو پخلی کړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دغه ډرون الوتکه نېږدې څلور کلومیټره د پاکستان فضايي حریم ته ورننوتې وه چې وروسته د هېواد فضايي ځواک په نښه کړه.

د بهرنیو چارو وزارت وايي ایران ته یې د دغه پېښې په باب مالومات سپارلي او ورته ویل شوي چې ډورن الوتکه ځکه ورته ویشتلې چې بې له اجازې یې د هېواد حدودو نه ورننوتې وه.

دا بې پیلوټه ایراني الوتکه د ګل په ورځ د پاکستان جې ایف سېونټین جنګي او الوتکې د بلوچستان په پنجګور ضلع کې راغورځولې وه.

پاکستاني مطبوعات د امنیتي سرچینو په حواله وایي چې دا ډرون الوتکه د جاسوسۍ په مقصد د پاکستان سرحدي سیمې ته ورننوتې وه.

څو ورځې وړاندې هم په پنجګور ضلع کې له ایرانۍ غاړې د توپ یو ویشتل شوې ګولې یو پاکستانی ولسی چارواکی وژلی وو.

تیره میاشت د ایران بهرنیووزیر د دورې په موقع دواړه ملکونو اتفاق کړی وو چې د پولې لا سمبالښت او ساتنې لپاره به ګډ ګامونه اخلي او استخباراتي مالومات به هم شریکوي.

تېره میاشت د ایران پوځ مشر د خپلو نهه تنو سرحدي سرتېرو تر وژنې ورستو پاکستان خبرداره کړی وو که د سني وسله والو پرضد یي کاروایانې و نه کړې نو د پاکستان دننه به دوسله والو پټنځایونه په نښه کوي.

خو دې لړ کې پاکستان خپل احتجاج ریکارډ کړی وو او ویلي ول داسي بیان د ورورولۍ اړیکو پرضد دی.

XS
SM
MD
LG