پاکستان د افغانستان په هلمند کې د پروني بمي برید غندنه کړیده او له افغان حکومت او ولس سره يي د خپلې خواخوږۍ څرګندونه کړی ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات له خوا نن په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان په هر یو شکل کې د ترهګرۍ غندنه کوي او په دې غم کې له افغان ولس سره شریک دي.
دا له هغه وروسته ده چې د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کابل بانک مخې ته موټر بم برید لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل او تر ۶۰ زیات یې ټپیان کړل.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي د کابل بانک مخ ته په ترسره شوي موټر بم برید کې په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي افغان وګړي هم شامل دي .
هغه وویل د یوشمېر ټپیانو حالت مرګونی دی خو ټول ژوبل کسان یې د لښکرګاه ایمرجنسۍ روغتون ته رسولي دي.
د پنجشنبې غرمه مهال د یوه ځانمرګي موټر ـ بم د هغه افغان سرتېرو او وسایلو په منځ کې والووت چې د کابل بانک مخې ته د خپلو معاشونو اخېستلو لپاره ولاړ ول.
د دې برید پړه وسله والو طالبان منلې ده. د افغانستان هلمند ولایت له پاکستان سره پر پوله پروت دی.
څو میاشتې وړاندې د هم دغه بانک مخ ته پر هم دې ځای موټر-بم برید شوی وو چې شپاړس کسان يې وژلي ول او په لسګونو نور يې ژوبل کړي ول.