د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ډیورنډ کرښه باړ لګوي، افغانستان یې نه مني


د پاکستان پوځ جنرل قمر جاوید باجوه په حکم د پاکستان او افغانستان ترمینځه پر پولې د حفاظتي خاردار تار د لګولو عمل پیل شوی دی.

د نهې پر ماښام د پاکستان پوځ د عامو اړیکو څانګې ای ايس پي آر لخوا جاري شوي د بيان تر مخه په لومړۍ پړاو كې به په باجوړ ٬ مومند او خېبر ايجنسۍ كې تار لګولې شي او په داسې ځايونو كې به د ټولو مخکې دا خاردار تار لګول کېږي چرته چې د مداخلت پېښې زياتې رامخې ته كېږي.

دويم پړاو کې به بلوچستان او نورې پاتو سيمو سره پر تړلې پوله به حفاظتي خاردار تار لګولې شي۔

د اې اېس پي آر ترمخه پاکستان پوځ به په پاکستان افغانستان پولې پوځي چاوڼۍ هم جوړوي چې مقصد یې د پولې څارنه لا ښه كول دي۔

د پاکستان او افغانستان تر مينځه پووله ۲۴۰۰ زیات کیلو ميټره اوږدوالې لري۔ دا کرښه په ۱۸۹۶ کال کې برتانوي واکمنو راښکلې خو افغان حکومت یې له پاکستان سره د خپل رسمي سرحد په توګه نه مني.

د آې اېس پي آر ترمخه محفوظه پوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او امن او استحكام لپاره د پولو د انتظام همکاري هم ضروري ده۔

د پاکستان پوځ دا بيان راتلو وروسته د افغانستان چارواکو د دې مخالفت کړی دی او ويلي دي چې پاکستان په ډيورنډ کرښه د داسې تاسيساتو حق نه لري.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل، دا کار د سیمې د خلکو د بیلتون وجه جوړيدې شي او افغان حکومت د دا ډول اقداماتو مخالف دی.

"د افغانستان له حکومت سره په دې برخه کې هېڅ ډول توافق وجود نه لري. د افغانستان حکومت پر دې نظر دی چې د ډیورنډ پر فرضي کرښې د هر ډول موانعو جوړول د سیمې له ثبات سره کومه مرسته نه‎شي کولی، یوازې د دې سیمې د خلکو د بیلتون او د حقونو د پایمالېدو سبب کېږي او افغان حکومت به د هغه څه چې د سیمې د خلکو په زیان وي مخالفت وکړي."

خو د دې په جواب کې د پاکستان د خارجه چارو دفتر وياند نفيس زکريا مشال ريډيو ته ووېل چې بارډر ميکنزم يا پوله د يو انتظام تر لاندې راوستل د پاکستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي تګلارې يوه برخه ده.

"دواړو ملکونو په دې اتفاق کړې وو چې دا د دواړو ملکونو مشترکه چیلنج دې او دا به د یو بل په مرستې کول وی. چې کوم د پولو د سنبالښت انتظام موږ کوو نو دې لړ کې دا موږ همیش له ويلي دي چې دا زموږ د ترهه ګرۍ مخ نيوي د تګلارې يوه مهمه برخه ده او پر پولې د ازغن تار لګول هم زموږ په حفاظتي تدبیرنو کې دې. موږ دواړه ملکونو په خپل مینځي کمک کار کول غواړو"

واضحه دې وي چې تير کال ۲۰۱۶ م جون مياشت کې د پاکستان لخوا په تورخم پولې د خارادار تارونو لګولو فيصؒله شوې وه چې د هغې ورستو په پوله د دواړو ملکونو تر مينځه شخړي رامخې ته شوې وې .

XS
SM
MD
LG