د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په څلورو ولسوالیو کې د ولسي تړون پروګرام پیل شو


د سېشنبې په ورځ په پکتیکا کې د ولسي تړون پروګرام د یاد ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې پیل شو.

یاد پروګرام چې له مرکز ښرنې، همدارنګه یحی خېلو، جاني خېلو او سروضې ولسوالیو څخه پیلیږي کرار، کرار به نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وویل، چې د ولسي تړون د لس کلن پروګرام په چوکاټ کې به د کلیو تر څنګ په ښارونو کې هم د خلکو په خوښه اساسي پروژې پلي شي.

د پکتیکا والي د یاد پروګرام په پلي کیدو کې د خلکو د پراخه ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي وحدت زیاته کړه:

((د ولس او نظام تر منځ تړون دا په تشو ویناوو نه کیږي، بلکې دا عمل ته ضرورت لري او د عمل ښه لاره يې داده چې ولس په ډېرو مسالو کې د نظام سره ګډ شي، دوی ته واکونه ورکړل شي، ستونزې يې هوارې شي، دوی مسوول وګڼل شي، له دوی نه حساب وغوښتل شي، نو کله چې زموږ د ولس سره تړون پیدا شو او د ولس په خپل منځ کې تړون پیدا شو، نو له شک پرته ستونزې حلیږي.))

​ په ورته مهال کې د پکتیکاد کلیو او پراختیا ريیس نجیب الله جاهد وایي، په لومړۍ قدم کې به د ولسي تړون پروګرام د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې ترسره شي.

نوموړی زیاتوي، په دغه پروګرام کې ټول ګډ مسؤلیت لري او په وینا یې په کار ده چې ټول په پوره صداقت ورسره کار وکړي.

((موږ په څلورو ولسوالیو کې سمدلاسه پروګرام شروع کوو، ښه ځانګړنه يې داده چې بریا او ناکامي يې په ټولو پورې اړه لري، ډېره مفیده برنامه ده، د اقتصادي لحاظه ډېره ګټوره ده، د جوړښت له نظره بین الوزارتي برنامه ده، پدې کې د کلیو پراختیا وزارت، پوهنې وزارت، کرنې وزارت روغتیا وزارت، سیمه ییزو ارګانونو اداره، ښاروالۍ او ولایتي شوراګانې په کې شاملې دي.))

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا استازی عبدالمبین فقیر زاده د ولسي تړون پروګرام په پیل خوښي څرګندوي او زیاتوي چې په دې سره به د ولس ډېرو ستونزو ته لاس رسی وشي.

((له دولت نه غواړو چې دا پروګرام باید نور هم پراخ شي، نړیوال باید زموږ د دولت ملا وتړي، تر څو ولس او دولت یوموټی نشي، له دا ډول ستونزو به څرنګه ځان وباسو.))

په افغانستان کې د ولسي تړون ملي برنامه د ملي پيوستون برنامې له پایوروسته د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په سپټمبر کې د افغان ولسمشر لخوا رسماً پرانیستل شوه.

د ولسي تړون د برنامې په تړاو مالیې وزیر اکليل حکیمي ویلي، چې دا یو لس کلن ملي پروګرام دی، چې یو میلیارد ډالره لګښت پرې راځي.

د ده په وینا د ولسي تړون لومړني څلور کلن پروګرام لپاره ۶۳۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي، چې ۱۳۰ میلیونه د افغان حکومت، ۴۰۰ میلیونه نړیوال بانک او۱۰۰ میلیونه هم د نړیوالې پراختيايي ادارې له ‎خوا ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG