د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د روژې کرېکټ سیالۍ روانې دي


د روژې له پیله چې په جلال اباد کې د کريکټ رمضاني سيالۍ پيل شوي لا هم دوام لري. تېره شپه د دغه سياليو دویم پړاو پیل شو او د اختر په شپه به يې فاینل یا وروستۍ لوبه ولوبول شي.

د کريکټ رمضاني سيالۍ چې د کريکټ بورډ د سپين غر زون تر چتر لاندې پيل شوي، ۶۴ ټيمونو په کې برخه اخيستې وه چې د هرې شپې په تېریدو سره ترې درې ټيمونو بهر کيږي او د اختر په شپه به د سیاليو وروستۍ لوبه ولوبول شي.

په ننګرهار کې د سپین غر زون د کريکټ ادارې مشر بختيار ساحل وايي، دوی هر کال په روژه کې ځکه شپنۍ سیالۍ برابروي چې کريکټ لوبغاړي خپل تمرینونه جاري وساتي.

((د دې سياليو دویم پړاو پیل شوی دی. یانې ۳۲ لوبډلې نیک اوټ شوي او ۳۲ لوبدلې بخت ازموینه کوي، څوک چې لوبې ګتې هغه مخته ځي. د دې سياليو عمده هدف دا دی چې موږ وکړی شوو چې په روژه کې هم خلکو ته يو څه اسانتیا رامنځته کړو، ځکه چې له اختر نه وروسته موږ ډېرې مهمې سیالۍ لرو، دا لوبې د دې په خاطر دی که لوبغاړي يوه میاشت په کور کينې، نو د دوی په فټنس د دوی په وجود باندې ډېر بد تاثیر کوي. نو موږ غواړو چې د راتلونکو لوبو لپاره دوی اماده وي.))


د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې پخوانی غړی او ننګرهار کريکټ اکاډمۍ مشر هستي ګل عابد مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په روژه کې د کريکټ شپنۍ سيالۍ هم د کريکټ د لوبغاړو لپاره او هم د کريکټ د مینه والو لپاره يو ښه فرصت دی.

((یو خو په ننګرهار کې ډېره ګرمي ده او بل دا چې د سپورټ لپاره داسې سهولتونه هم نشته لکه په نوره دنیا کې چې شته دی. نو د دوی شپنیو لوبو پیل يو په زړه پورې اقدام دی، هم د لوبغاړو لپارهد لوبو یوه زمینه برابرېږي او هم د کرکټ د مینه والو لپاره، چې په سره ګرمۍ کې يې روژه نیولي وي، څوک په کارونو کې بوخت وي او څوک په درسونو ویلو، نو د هغوی لپاره د شپې دا زمینه برابرېږي چې د کريکټ لوبې ووینې.))

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې غړی کريم صادق هم د دغه شپنیو لوبو نندارې ته راغلی و. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له همدغو سياليو له لارې دوی د کريکټ په برخه کې استعدادونه مومي او بيا يې په بېلابېلو اکاډمیو کې روزي:

((زما له نظره دا یو ښه اقدام دی د ځوانانو لپاره خصوصاً د ننګرهاریانو لپاره، په دې کې ډېر ښه ښه استعدادونه هم رامنځته کېږي. په افغانستان او پاکستان کې بنيادي کريکټ د ټينس بال نه شروع شوی دی. نو دغه شپنۍ سیالۍ چې پیل شوي، ډېر نیک اقدام دی، تاسو ترې هم خوند اخلئ او زه هم ترې خوند اخلم.))

په ننګرهار کې د سپین غر زون کريکټ بورډ ادارې چارواکي وايي چې د دغو سياليو ګټونکې ټیم ته به د ټورنمنټ پر کف سربېره نغدي جاېزې هم ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG