د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا برید: ټول وسله وال ووژل شول


ګردېز - د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په ګردیز ښار کې د پولیسو د سپین غر زون د قوماندانی پر قرارګاه په برید کې اووه واړه وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د پيښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، وسله وال برید د یکشنبې پر سهار اووه وسله والو کړی وو چې تر شاوخوا څلور بجو د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه.

ده وویل په برید کې پینځه پولیس وژل شوي او شاوخوا ۱۶ ټپیان دي چې پکې ملکیان هم شامل دي.

ځايي اوسېدونکي او د پولیسو په مرکز کې سرتېري وايي، سهار وختي یې دوه لویې چاودنې واورېدې او ویې لیدل چې وسله والو برید کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، موټر بمي چاودنې دومره زورورې وې چې د پولیسو له مرکز سره نېږدې ودانیو ته یې هم زیان ورساوه.

وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG