د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نوري فایبر انټرنیټي شبکه بشپړه شوه


د شنبې په ورځ په خوست کې د نوري فایبر د انټرنیټ او د پنځه زره مزو په ظرفیت د تلیفون دوې پروژې،له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوې.

د نوري فایبر د انټرنیټپروژه چې د پکتیا مرکز ګردیز څخه راغځیدلې ټول ۱۳۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په نږدې راتلونکې کېبه خوست او غلام خان بندر هم، سره وتړي.

په یادو دواړو پروژو ۶ میلیونه امریکايي ډالر لګښت شوی، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت په چوکاټ کې د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت لخوا ورکړل شوي دي.

په خوست کې د اوږدو کلونو له ځنډ وروسته بالاخره د نوري فایبر د انټرنیټي شبکې چارې بشپړې شوې او د پکتیا مرکز ګردیز څخه راغځیدلې یاده پروژه چې تر غلام خان بندر پورې ۱۳۸ کیلومتره اوږدوالۍ لري، د خوست تر ښاره يې کارونه تکمیل شول.

د دې تر څنګ د خوست ښار تر څلور کیلومترو پورې د پنځه زره لینه تلیفون شبکه هم پرانیستل شوه، چې خوست ښاریانو ته به په ارزانه بیه د تلیفوني اړیکو اسانتیا رامنځته کړي.

خوست والي حکم خان حبیبي د دې دواړو پروژو د پرانیستې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې پدې سره به نه یوازې خوستیان د باکیفیته او ارزان بیه تلیفوني او انټرنیټي اسانتیاوو څخه برخمن شي، بلکې د نوري فیبر شبکه به د غلام خان بندر په نقطه کې افغانستان او پاکستان هم سره ونښلوي.

پوهندوی حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((موږ به د خپل ګاونډ هېواد پاکستان سره وصل شو او د اتصال د دې نقطې څخه به وکولای شو چې د غلام خان بندر له لارې ټول افغانستان ته د انټرنیټ لازم سهولتونه اماده کړو، نن مو عملاً د پنځه زره لین داره تلیفونونو افتتاح وکړه، چې پدې سره به زموږ د دوکاندارانو، هېوادوالو، تجارانوپه ځانګړې ډول حکومتي ادارو ته لازم خدمتونه وړاندې شي.))

خوست والي وړاندیز وکړ، چې دا پروژې باید د خوست له محدودې څخه اطرافي سیمو او ولسوالیو ته هم پراخې شي، تر څو د هغو سیمو خلک هم د انټرنیټ او تلیفون د باکیفیته خدمتونو برخمن شي.

د خوست د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژی رييس ګل حبیب شاه د یادو پروژو د ارزښت په باب وویل:

((اوس به په مخابراتي خدماتو په کیفیت کې، د انټرنیټي خدمتونو د نرخونو په کموالي کې او د خلکو د ستونزو په حلولو کې مهم رول ولوبوي، موږ اوس عملاً په ۷ ولسوالیو کې د سلام تري جي خدمات لرو، خو موږ به وکولای شو چې په نږدې راتلونکې کې په درېیو نورو ولسوالیو کې هم دا تري جي خدمات فعال کړو.))

په خوست کې د افغان تیلي کام د شبکې منیجر انجینر غلام مرتضی وهاج وايي، تر دې وروسته که د خوست خلک په څه اندازه انټرنیټ ته اړتیا ولري، دوی به يې محیا کړي.

نوموړي وړاندې وویل:

((اوس موږ کولای شو، د فایبر نورې په مرسته که ادارت وي او که پوهنتونونه وي، دا هم د نړۍ سره نښلوو او د دوی څومره ضرورتونه چې وي د نن ورځې نه وروسته حل شول، په خوست کې اکثره خلک د برق ستونزه ډېره لري، نو دا تلیفونونه برق ته ضرورت نلري.))

د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د خوست چارواکو دا هم وویل، چې د سلام انټرنیټ 3Gفعالیتونه چې اوس مهال په خوست ښار او ۷ ولسوالیو کې موجود دي، ډېر ژر به د یاد ولایت ټولو ولسوالیو کې فعال شي، چې پدې سره به خلک د معیاري او ارزانه انټرنیټي اسانتیاوو برخمن شي.

XS
SM
MD
LG