د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کمېټۍ ته د نواز شریف حاضرېده د جمهوریت پرمختګ دی”


پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
پاکستانی وزیراعظم نواز شریف

د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف د شنبې په ورځ د پانامه اسنادو په لړ کې د سپريم کورټ په حکم جوړې شوې پلټڼيزې کمېټۍ ته د پوښتنو ګروېژنو لپاره حاضر شو.

د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف د شنبې په ورځ د پانامه اسنادو په لړ کې د سپريم کورټ په حکم جوړې شوې پلټڼيزې کمېټۍ ته د پوښتنو ګروېژنو لپاره حاضر شو.

تر شهباز شریف یوه ورځ وړاندې یانې د جون پر ۱۶مه نېټه د هغه ورور او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف هم یادې کمېټۍ ته حاضر شوی وو.

داسې کمېټۍ ته د يو ټاکل شوي وزيراعظم حاضرېدل په پاکستان کې يو سياسي بحث راپارولی دی.

ځينې د وزيراعظم دا ګام ستايي او ځينې بيا د پخواني پوځي امر جنرال مشرف په مثال ورکولو سره وايي چې د دې هېواد پخوانيو پوځي مشرانو تل عدالت ته له حاضرېدو ډډه کړې ده.

دا له هغه ورسته ده چې د تېر کال د جون میاشتې پر اوومه نېټه پر څه دپاسه يو کروړ پاڼو مشتمل پانامه اسناد په ډاګه شول. په دې اسنادو کې راغلي وو چې د پاکستاني وزيراعظم نوازشريف اولادونو په ناقانونه توګه په بهرنيو هېوادونو کې کمپنياني جوړې کړې دي .

له دې سمدسټی ورسته په پاکستان کې سياسي هلي زياتې شوې او له يوه کاله راهيسې د پانامه اسنادو قضيه کله په عدالت کې وي، کله پر سړک او کله په اسمبلۍ کې پرې تاوده بحثونه روان وي.

که څه هم د اپوزيشن یو شمېر ګوندونه د پانامه اسنادو په اړه د نوازشريف د استعفا غوښتنه کوي خو په دې لړ کې تر ټولو زيات تحريک انصاف ګوند فعاله دی.

بلاخره سپريم کورټ يوه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړه چې تراوسه پخپله نوازشريف ، د هغه دوه زامن او ورو شهباز شريف ورته حاضر شوي دي.

خو د جمعې په ورځ د نوازشريف کمېټۍ ته حاضريدل د پانامه اسنادو د قضيه تر ټولو ارزښناکه پړاو وبلل شو.

په دې اړه په ټولنیزو رسنيو کې يو بحث پيل شوی او ځېنو خلکو پر خپلو پاڼو وليکل چې د نوازشريف دې ګام ته په کتو سره په پاکستان کې د پوځی امرانو پرته يوازي سياستوالان دي چې تل يې د عدالت او ادارو احترام کړی دی.

په پېښور کې ليکوال او څېړونکي جميل مرغز هم له دې خبرې سره اتفاق کوي او وايي چې ولسي واکمنو او سياستوالانو لکه خان عبدالولي خان، جي ايم سيد، ذوالفقار علي بهټو او ځينې نور عدالتونو ته حاضر شوي خو هيڅ يو غير سياسي واکمن وړاندې شوی نه دی.

پر ټويټر او فيسبوک پاڼو ځينو خلکو دذوالفقار علي بهټو، يوسف رضا ګیلاني، پرويز اشرف او نوازشريف مثال ورکړی چې دوی د ټاکل شويو وزيراعظمانو په توګه عدالت ته حاضر شوي خو د دوی په وينابل خوا پوځي امر جنرال مشرف دی چې له مقدمو فراره شوی دی.

خو څېړونکی وسعت الله خان بيا بېل نظر لري او وايي په مجموعي توګه په پاکستان کې ادارې پیاوړې کېږي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه به يو پوځي يا ولسي مشر عدالت ته حاضر شونو دا به د هغه ډېر لوی احسان وو خو نن جمهوريت لږ تر لږه دومره سفر کړی دی چې وزيراعظم پخپله پلټنيزې کمېټۍ ته ورځي او حاضرېږي او پخپله خوله دا وايي چې ځکه حاضرېږم چې دا د ايين او قانون غوښتنه ده او د قانون په نظر کې ټول شهريان برابر دي.

وسعت الله خان د پرویز مشرف د نه حاضرېدو په اړه د راپورته شوې پوښتنې په ځواب کې وویل ،

“ هو هم داسې ده خو دې ته هم و ګورئ چې د پاکستان په تاريخ په لړمړي ځل د غدارۍ په اړه د ايين شپږمه ماده پرپخواني جرنيل لګېدلې ده او هغه اوس فراره دی او په جلا وطنۍ کې ژوند تېرولو ته مجبوره شوی دی نو دا هم يو غټ ګام دی”.

وسعت الله خان وویل بدلون په يوه شپه نه راځي، پرمختګ ورو ورو کېږي، د ادارو پياوړتيا که څه هم ورو ده خو بيا هم لګيا ده کېږي.

خو ځینې کارپوهان بيا فکر کوي چې په پاکستان کې د سياستوالانو او سياسي ګوندونو د بدنامولو لپاره يو منظم کمپاين چلېږي چې مقصد يې په دې هېواد کې د جمهوريت د پیاوړي کېدو مخه نيول دي.

XS
SM
MD
LG