د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘پاکستان کې هره ورځ په لسو کې شپږ کسان له لوږې سره مخامخ وي’


په پاکستان کې غربت د ژوند معیار ښه کولو او په قدرتي افتونو کې مرستې ورکولو په اړه کارکونکې نړیواله غیر سرکاری اداره اکسفیم انټرنیشنل وایي چې د خوراک د ضایع کېدو له وجې هره ورځ په لسو کې شپږ کسان وږي ویدېږي.

اکسفیم انټرنیشنل په وینا چې په مختلفو سطحو پاکستان کې د خوراک ضرورت پوره کولو لپاره زیات خوراک پیدا کېږي خو دا د ضایع کیدو له وجې مستحق خلکو پورې نه رسېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ادارې مشرې جویریه افضل وویل چې پاکستان کې هره ورځ د خوراک ۴۰ فیصده ضایع کېږي.

د دې په وینا چې د خوراک د ساتلو او لوږه ختمولو د کمپین مقصد هم دا دې چې دا قامي مسله هوارولو په اړه ولس ته اګاهي ورکړل شي او د خوراک د ساتلو لپاره مشورې، د اعتدال سبق، په رسټورانټو اوو هوټلو کې محدوده مقدار پخلې کول او مستحق و ضرورت منده خلکو پورې خوراک ورسول دي.

“په پاکستان کې ۴۰ فیصده خوراک هغه دې چې ضایع کېږي. د ضایع کیدو مطلب دا دې چې خوارک لري خو هغه نه خوړلې کېږي. هغه ضایع شي او بیا وغورځول شي نو خوراک کموالې نشته خو دا خلکو پورې رسي نه. دا شان ګراني هم ده او د خوراک د شیانو نرخونه هم وچت دي نو که دا مسله هواره کړل شي نو خلکو ته د خوراک کموالې کمیدې شي”.

اکسفیم انټرنیشنل دا کمپین د پاکستان غیر سرکاري ادارې انډس کنسورشیم په مرسته پیل کړی دی.

دې لړ کې د پنډې د زراعتو د پوهنتون پروفیسر ډاکټر رایې فیض احمد وایي پاکستان وسایل لرونکې ملک دی خو اصل مسله د نظام او د خوراک د تقسیم ده.

د نوموړي په وینا چې د سکولونو په کچه موږ له به د خوراک او اوبو د استعمال او د عزت سبق ورکول وي.

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د خوراک د تقسیم مسله هوارولو لپاره د ځمکو نه تر مارکیټ پورې به بنیادی ډهانچه جوړول وي.

“که د ډوډۍ یوه برخه ضایع کېږي او که ۴۰ فیصده خوراک، نو زما په خیال حل صرف دا دې چې د دې تقسیم په سمه وشي او هغه هر غریب ته ورسېږي. که موږ ته خدای راکړې ده نو چې هغه تقسیم کړو او صحیح استعمال یې وکړو او خلک له ځان سره بوځو. دا شان په ټولنه کې طبقاتي نظام ختمیدل پکار دي. د غربت خاتمې او برابرۍ لپاره حکومت له به مواقعې هم پیدا کول وي”.

د ادارې پهوینا چې هر کال د خوراک څښاک شیان زیات اخیستو او په ډېر مقدار کې پخولو له وجې په اسلامي ملکونو کې د خوراک په ضایع کولو کې د حیرانتیا وړ زیاتوالې روان دي.

XS
SM
MD
LG