د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایاز صادق: پر امنه افغانستان د سیمې په ګټه دی


د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق ويلي دي چې د پر امنه او مستحکم افغانستان د پاکستان او د سيمې په ګټه دې۔

د قامي اسمبلۍ جاري شوي يو بيان تر مخه د زيارت پر ماښام د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق او په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال په مشرۍ کې يو پلاوي په پارلېمنټ هاوس کې ملاقات کړی دی۔

په دې موقع اسپکير اياز صادق وويل چې پاکستان د خپل ګاونډي هېوادونو د سالميت او خود مختارۍ احترام کوي.

اياز صادق زياته کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکو ښه کولو ضرورت دی او په دې کې پارلېماني غړي يو مهم کرادار لوبولی شي۔

هم په دې لړ کې د اسپيکر ايز سادق په مشرۍ کې د پاکستان د پارلېماني استازو ۱۵ کسيزه پلاوی د اپريل په۲۹ نېټه د افغانستان او پاکستان تر مينځه کړکېچ او تاو تريخ والې د حل کولو په لړ کې خبرو اترو لپاره افغانستان ته تللی وو۔

د دغې پلاوې يو غړې صاحبزاده طارق الله وايي چېپارلېمان تر پارلېمان اړيکې د دوو ملکونو تر منیځه تاو تريخ والې کمولې شي او هم دغه وجه ده چې هغوي د افغانستان پارلېماني استازیو پاکستان ته د ورتلو بلنه ورکړې اوس پکار ده چې هغوی راشي او د خبرو اترو په میز د مسلو حل راوباسي.

پاکستان د افغانستان پارليماني پلاوي ته بلنه ورکړې وه خو په کابل کې ځانمرګي بریدونو او د حملو پېښو وروسته حالات يو وارې بيا کړکېچن شو او د افغانستان لخوا په دغه بريدونو کې د پاکستان د ککړتيا تورونه ولګول شو خو پاکستان په بيا بيا د افغانستان لخوا ټول تورونه رد کړي او ويلي وو چې پياوړی او پر امنه افغانستان د پاکستان ترڅنګ د منطقې په ګټه دې۔

خبر پاڼې تر مخه اسپيکر اياز صادق افغان سفير د ملاقات په موقع د افغانستان سفير ويلي دي چې دواړو ملکونو ته خپل مينځي تعلقات او مرستې د زياتولو ضرورت دې پاکستان او افغانستان دواړه له يو شان خطرو سره مخامخ دي بايد دواړو ته په شريکه دې اړخ ته توجو ورکول پکار دي.

د سيمه ايزو چارو کار پوه خادم حسين په دې اړه وايي چې د دواړو ملکونو تر مينځه د سختدريزۍ او ترهګرۍ له وجې شخړې را مخې ته کېږي نو پکار ده چې دا په سياسي توګه او سفارتي توګه هوارې کړای شي.

د ده په وینا هم دې سره سم د څلور اړخیز همکاریو غونډه یا کیو سي جي کې دې نور ګاونډې هېوادونه لکه، هند، ايران او روس دې هم شامل کړل شي ځکه چې ترهګري او سختدريځي د پاکستان افغانستان نه بلکې د ټولې سيمې مسله ده۔

واضحه دې وي چې چين له وړاندې د کيو سي جي غړس دس خو د چين بهرنیو وزير په لومړې ځل به د پاکستان او افغانستان ترمنیځه اړیکې ښې کولو او د افغانستان سولې بهیر لپاره د سهولت کار په توګه د اسلام اباد او د کابل دوره کوي.

XS
SM
MD
LG